۰

یو شمېر امریکايي سناتورانو افغانستان د سرتېرو له لېږلو سره مخالفت کړی

پنجشنبه ۱ سرطان ۱۳۹۶ ساعت ۰۹:۲۹
د امریکا د سنا مجلس یو شمېر غړو افغانستان ته د نور امریکایي سرتېرو له لېږلو سره مخالفت کړی او ویلي یې دي، چې په دې اړه دوی شک لري.
یو شمېر امریکايي سناتورانو افغانستان د سرتېرو له لېږلو سره مخالفت کړی
د امریکا د سنا مجلس یو شمېر غړو افغانستان ته د نور امریکایي سرتېرو له لېږلو سره مخالفت کړی او ویلي یې دي، چې په دې اړه دوی شک لري.
د جمهور آژانس د خبر له مخې دغو سناتورانو تېره ورځ د امریکا د دفاع وزیر جیم متیس ته یو لیک لېږلی او په کې یې په افغانستان کې د امریکايي پوځیانو په شتون سخته اندېښه ښودلې.
روبن ګالګو، تد لیو، جان کانرز او جیمي پنیتا، چې ټول د کانګرس ډيموکرات غړي دي ویلي، شک لري چې افغانستان ته د څو زرو نورو امریکايي سرتیرو استول به وکړای شي د امریکا د متحدو ایالتونو موخې ترلاسه کړي.
تد لیو ویلي، که د امریکا متحد ایالتونه افغانستان ته نور پوځيان استوي، نو لومړی يې بايد سياسي موخې په څرګند ډول تعريف کړي.
دوی د افغانستان لپاره د ډونالډ ټرمپ د حکومت د ستراتیژۍ د اعلانېدو په برخه کې په اوږده ځنډ نيوکې کړې دي.
د کانګرس دغو څلورو غړو د استخباراتي ادارو له لوري په وړاندې شويو معلوماتو په استناد سره ويلي، چې په ۲۰۱۸ زيږديز کال کې د افغانستان وضعيت ښايي نور هم خراب شي.
له همدې امله دوی د امریکا د متحدو ایالتونو له حکومته غوښتي چې د افغانستان جګړه له سیاسي لارې هواره کړي، ځکه د هغوی په باور په افغانستان کې د مذاکراتو له لارې سیاسي حل لاره د کړکېچ د پای ته رسیدو لپاره تر ټولو ښه انتخاب دی.
ځینو امریکايي سناتورانو پر داسې مهال افغانستان ته د نور امریکايي سرتېرو له لېږلو سره مخالفت ښودلي، چې ویل کېږي د افغانستان په اړه د ټرمپ ادارې ستراتېژي مخ پر بشپړېدو ده چې له مخې یې ښايي څلور زره نور سرتېري هم افغانستان ته ولېږل شي.
جمهورآژانس:کابل
نام شما

آدرس ايميل شما
نظر شما *

پربازدیدترین