۰
کابل کې د امریکا شارژدافیر:

امریکا ژر له افغانستانه نه وځي

پنجشنبه ۱ سرطان ۱۳۹۶ ساعت ۰۸:۴۶
په کابل کې د امریکا سفارت شارژدافیر هوګو لارېنس وايي، امریکا به د خپل ماموریت تر بشپړولو وړاندې له افغانستان نه ونوځی او د ملي یووالي حکومت ملاتړ به کوي.
امریکا ژر له افغانستانه نه وځي
په کابل کې د امریکا سفارت شارژدافیر هوګو لارېنس وايي، امریکا به د خپل ماموریت تر بشپړولو وړاندې له افغانستان نه ونوځی او د ملي یووالي حکومت ملاتړ به کوي.
د جمهور آژانس د خبر له مخې لارېنس چې د افغانستان د ستراتېژیکو مطالعاتو مرکز کې یې خبرې کولې ویلي، چې د امريکا په پخوانيو ستراتېژيو کې افغانستان په جلا توګه په پام کې نيول کېدو، خو د ټرمپ په حکومت کې پريکړه شوې، چې د دغه هېواد په اړه د امريکا ستراتېژي پراخه کړای شي او افغانستان ته پکې له پراخې زاويې وکتل شي.
د افغانستان په اړه د امريکا ستراتيژي د راتلونکې جولای مياشتې تر پايه اعلانيږي او په دې توګه به افغانستان لومړنی هېواد وي، چې د امريکا حکومت يې په تړاو پر خپلې ستراتيژۍ له سره غور کوي.
هغه زیاته کړې، چې د يادې ستراټيژۍ د جوړولو په موخه په امريکا کې د مختلفو ارګانونو تر مينځ مفصل او ژور بحثتونه شوي او پريکړه شوې، چې نوې ستراتيژي به د افغانستان پر سيمه ييز موقعيت متمرکزه وي.
د نوموړي په وینا امريکا له افغانستانه نه ځي او تر هغو به دلته پاتې کېږي، چې ماموريت يې بشپړ شوی نه وي.
لارېنس سره له دې چې د ملي يووالي حکومت ملاتړ کوي، له حکومته بهر هم له يو شمېر سياسي څېرو او کړيو سره په اړيکه کې دي، څو د افغانستان د وضعيت په تړاو بنسټيز معلومات ولري.
ده دا هم ویلي، چې پاکستان پېچلی خو د افغانستان په چارو د ژور اغېز لرونکی هېواد دی، له همدې امله به د افغانستان په اړه د امريکا نوې ستراتيژي د دغه هېواد پر سيمه ييز موقعيت متمرکزه وي.
جمهور آژانس: کابل
نام شما

آدرس ايميل شما
نظر شما *

پربازدیدترین