د امریکا د پوځ لوی درستیز جنرال جوزیف ډانفورډ وايي، له پاکستانه بايد ژمنه واخيستل شي، چې حقاني شبکه او وسله وال طالبان به نور په سويلي آسيا کې امن پټنځايونه نه لري.
د جمهور آژانس د خبر له مخې ډانفورډ دغه څرګندونې له فرسټ پوسټ امریکايي رسنۍ سره په مرکه کې کړې او ویلي یې دي، چې نور به امریکا په یوازې سر د افغان لانجې د حل هڅه نه کوي، بلکې پاکستان به هم په دې پروسه کې ورکډ کړي.
نوموړي ویلي« امريکا به تر دې وروسته د افغانستان لانجې ته په يوازې ځان د هواري د موندلو هڅه نه کوي، بلکه پاکستان به هم مجبور کړي چې په دې برخه کې مرسته وکړي.»
خو په وینا یې تر دې وړاندې باید په افغانستان کې د بريالي کيدو لپاره بايد لومړۍ د ډيورنډ فرضي کرښې په اوږدو کې امنيت ټينګ شي او د کابل او اسلام اباد تر مینځ ګټورې سياسي او امنيتي اړيکې ټينګې شي.
نوموړي زیاته کړې، چې پاکستان د سيمې په امنيت کې مهم رول لري، له همدې امله به دغه هېواد ته د افغانستان په اړه د امريکا په نوې ستراتيژۍ کې مهم رول په پام کې ونيول شي.
په ورته وخت ډانفورډ دا هم ویلي، چې تر راتلونکو دريو اونيو پورې به په افغانستان کې د ډيريدونکو امريکايي سرتېرو د شمېر په اړه د دفاع د وزير جيمز مټيس پريکړه هم اعلان شي.
جمهورآژانس:کابل