۰

کابل کې چاودنې یو تن ټپي کړ

چهارشنبه ۳۱ جوزا ۱۳۹۶ ساعت ۱۰:۲۷
د کورنیو چارو وزارت وايي، پلازمېنه کابل کې د یوې چاودنې له امله یو تن ټپي شوی دی.
کابل کې چاودنې یو تن ټپي کړ
د کورنیو چارو وزارت وايي، پلازمېنه کابل کې د یوې چاودنې له امله یو تن ټپي شوی دی.
د جمهور آژانس د خبر له مخې دغه چاودنه نن سهار د ښار د پنځه لسمې امنیتي حوزې اړوند سیمه کې رامنځ ته شوې ده.
د کورنیو چارو وزارت ویاند نجیب دانش وايي، چاودنه په یوه کرولا موټر موټر پورې د نښلول شوي مقناطسي بم له امله رامنځ ته شوې.
په پېښه کې یو تن ټپي شوی، خو تر اوسه د دغه چاودنې مسؤولیت کومې ډلې پر غاړه نه دی اخیستی.
دا په داسې حال کې ده، چې تېره ورځ په ننګرهار کې هم د یوه مقناطسي ماین په چاودنه کې د ننګرهار د اداري فساد پر ضد د مبارزې محکمې یو قاضي وژل شوی او درې کسه نور ټپیان شوی وو.
جمهورآژانس:کابل
نام شما

آدرس ايميل شما
نظر شما *

پربازدیدترین