۰

روسیه وايي د امریکا د وروستیو بندیزونو ځواب به ورکړي

چهارشنبه ۳۱ جوزا ۱۳۹۶ ساعت ۰۹:۵۸
د روسیې د بهرنیو چارو وزارت وايي، د امریکا د بندیزونو پر وړاندې به چوپه خوله پاتې نه شي، او هرو مرو به یې د بندیزو ځواب ورکړي.
روسیه وايي د امریکا د وروستیو بندیزونو ځواب به ورکړي
د روسیې د بهرنیو چارو وزارت وايي، د امریکا د بندیزونو پر وړاندې به چوپه خوله پاتې نه شي، او هرو مرو به یې د بندیزو ځواب ورکړي.
د جمهور آژانس د خبر له مخې د یاد وزارت مرستیال سرګي ریابکوف ویلي، امریکا د روسیې پر ضد بندیزونه اعلان کړل، چې د مسکو له توند غبرګون سره به مخ شي، خو دا چې دغه غبرګون به څه وي، په اړه یې جزیات نه دي ورکړي.
باید و ویل شي،امریکا تېره ورځ پر ۳۸ روسي بنسټونو او افرادو بندیزونه وضع کړل او هغه یې د کریمیا په جنجال کې ښکېل وبلل.
امریکا دغه بندیزونه داسې مهال لګولي، چې ټاکل شوې ده د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ او پوتین به د جي شل هېوادونو په غونډه کې سره وګوري.
جمهورآژانس:کابل
نام شما

آدرس ايميل شما
نظر شما *

پربازدیدترین