۰
ابدالي:

د هند او افغانستان تر منځ سوداګرۍ به لا پراخه شي

سه شنبه ۳۰ جوزا ۱۳۹۶ ساعت ۱۲:۳۵
په هندوستان کې افغان سفیر شیدا محمد ابدالي وايي، د هند او افغانستان تر منځ د هوا له لارې د سوداګرۍ د پراختیا هڅې روانې دي او دغه سوداګري به نوره هم پراخه شي.
د هند او افغانستان تر منځ سوداګرۍ به لا پراخه شي
په هندوستان کې افغان سفیر شیدا محمد ابدالي وايي، د هند او افغانستان تر منځ د هوا له لارې د سوداګرۍ د پراختیا هڅې روانې دي او دغه سوداګري به نوره هم پراخه شي.
د جمهور آژانس د خبر له مخې ښاغلي ابدالي دغه څرګندونې په نوي ډهلي کې افغان سفیر شیدا محمد ابدالي له کابله د لومړنۍ ورغلې سوداګریزې الوتکې د ناستې پر مهال خبریالانو ته وکړې.
نوموړي و ویل، چې د هند او افغانستان تر منځ د هوا له لارې د سوداګرۍ لړۍ به پراخه او د افغانستان نورو مهمو ښارونو، لکه مزار، هرات او کندهار ته به هم وغځېږي.
په دې تړاو په جوړو شوو مراسمو کې د هند د بهرنیو چارو او سوداګرۍ وزیرانو هم حضور درلود.
د هند د بهرنیو چارو وزارت ویاند ګول بګلي ویلي، هند هم هڅه کوي د دغو پروازونو لړۍ پراخه کړي او په دې توګه د افغانستان او هند تر منځ سوداګري پیاوړي شي او د راکړې ورکړې زمینې برابرې شي.
نوموړي زیاته کړې، چې په لومړي سر کې ښايي دغه پروازونه ډير شي او په دویم ګام کې به دغه پروازونه د افغانستان نورو ولایتونو هم وغځېږي.
باید و ویل شي، چې د افغانستان او هندوستان تر منځ د هوايي دهلیز پرانسته تېره ورځ کابل کې د افغان ولسمشر محمد اشرف غني له خوا وشوه او په لومړي پرواز کې د پنځو میلیونو ډالرو په ارزښت توکي له کابل څخه هند ته ولېږدول.
جمهورآژانس:کابل
نام شما

آدرس ايميل شما
نظر شما *

پربازدیدترین