۰

ننګرهار کې چاودنې یو قاضي و واژه

سه شنبه ۳۰ جوزا ۱۳۹۶ ساعت ۱۲:۰۶
سیمه ییز چارواکي وایي، په ننګرهار ولایت کې د یوې چاودنې له امله د یوه قاضي په ګډون څلورو تنو ته مرګ ژوبله واوښته.
ننګرهار کې چاودنې یو قاضي و واژه
سیمه ییز چارواکي وایي، په ننګرهار ولایت کې د یوې چاودنې له امله د یوه قاضي په ګډون څلورو تنو ته مرګ ژوبله واوښته.
د جمهور آژانس د خبر له مخې چاودنه نن سهار د مرکز جلال آباد ښار د څلورم ماموریت اړوند د شیشم باغ سیمه کې رامنځ ته شوې ده.
د ننګرهار ولایت له مطبوعاتي دفتره خپور شوی بیان وايي، چاودنه په یوه ټو ډو موټر پورې د نښلول شوي ماین له امله رامنځ ته شوط ده.
سرچینه زیاتوي، چې په چاودنه کې د ننګرهار د اداري فساد پر وړاندې د مبارزې ابتدايي محکمې یو غړی قاضي شیر رحمان وژل شوی او د دوه وروڼو په ګډون یې درې تنه ټپیان شوی دي.
په خبرپاڼه کې راغلي، چې قاضي شېر رحمان په لومړي سر کې ټپي و خو وروسته یې د جلال آباد په حوزوي روغتون کې د سختو ټپونو له امله ساه ورکړه.
بل خوا روغتیايي چارواکي وايي، دوی ته د وروړل شویو ټپیانو روغتیايي حالت د ډاډ وړ دی.
تر اوسه د دغه چاودنې مسؤولیت کومې وسله والې ډلې پر غاړه نه دی اخیستی.
جمهورآژانس:ننګرهار
نام شما

آدرس ايميل شما
نظر شما *

پربازدیدترین