۰
پخوانی طالب قوماندان:

د طالبانو لارښوونکي په پاکستان کې مېشت دي

يکشنبه ۲۸ جوزا ۱۳۹۶ ساعت ۱۲:۲۴
په ختیځ ننګرهار ولایت کې د سولې له بهیر سره یو ځای شوی طالب قوماندان وايي، د طالبانو لارښوونکي په ګاوندي هېواد پاکستان کې مېشت دي.
د طالبانو لارښوونکي په پاکستان کې مېشت دي
په ختیځ ننګرهار ولایت کې د سولې له بهیر سره یو ځای شوی طالب قوماندان وايي، د طالبانو لارښوونکي په ګاوندي هېواد پاکستان کې مېشت دي.
د جمهور آژانس د خبر له مخې دغه طالب قوماندان تېره ورځ د ننګرهار د ملي امنیت د منسوبینو په هلو ځلو په ترڅ کې د سولې له بهیر سره یو ځای شوی دی.
د ننګرهار له مطبوعاتي دفتره خپره شوې خبرپانه کې ویل شوي د سولې له بهیر سره یو ځای شوی طالب قوماندان عبدالوهاب نومېږي او پنځه نور ملګري یې هم د سولې له پروسې سره یو ځای او له جګړې لاس په سر شول.
په خبرپاڼه کې ویل شوي، چې یو ځای شویو کسانو په خوږیاڼو،شیرزادو، حصارک،چپرهار او یو شمیر نورو ولسوالیو کې تخریبي کړنې ترسره کولې.
د سرچینې په وینا د سولې له بهیر سره د یو ځای کېدو پر مهال دغه طالبانو ۴ میله سپکې او درنې وسلې حکومت ته وسپارلې.
خپله طالب قوماندان عبدالوهاب وایي شاوخوا اته کاله یې د وسله والو طالبانو په لیکو کې فعالیت درلود او په یاده موده کې په حصارک، شیرزاد،چپرهار او نورو سیمو کې تخریبي کړنې ترسره کړې وې.
خبرپاڼه وایي، نوموړي و ویل، چې د دوی لارښوونکي په پاکستان هېواد کې میشت دي او د یاد هېواد د استخباراتو له لورې د تخریبي کړنو قومانده ورکول کېده.
نوموړی وایي د وسله والو طالبانو مشران د پاکستان د استخباراتو تر لاس لاندې کار کوي او همېشه یې دوی ته د ښوونځیو،پلچکونو او نورو برخو د تخریبیدو لارښوونه کوله.
قوماندان عبدلوهاب زیاتوي، چې د حقایقو په پوهیدو سره یې له څلورو نورو ملګرو سره یو ځای له جګړې لاس واخیست او د سولې بهیر سره د تل لپاره یو ځای شول .
د یو ځای شوي ډلې غړي وحیدالله وویل، شاوخوا شپږ کاله یې د وسله والو طالبانو په لیکو کې ورانکاری فعالیت ترسره کړ.
نوموړی وایي د وسله والو طالبانو مشران د پاکستان د استخباراتو تر لاس لاندې کار کوي او همېشه یې دوی ته د ښوونځیو،پلچکونو او نورو برخو د تخریبیدو لارښوونه کوله.
جمهور آژانس:ننګرهار
نام شما

آدرس ايميل شما
نظر شما *

پربازدیدترین