۰
پاکستان:

دوه ديپلوماتان مو له جلال آباد - اسلام آباد ته پر لاره بې درکه شوي

يکشنبه ۲۸ جوزا ۱۳۹۶ ساعت ۱۱:۵۵
پاکستاني وايي دوه ديپلوماتان یې په داسې حال کې چې د افغانستان له جلال آباد ښار څخه د پاکستان اسلام آباد ته روان و، بې درکه شوي دي.
دوه ديپلوماتان مو له جلال آباد - اسلام آباد ته پر لاره بې درکه شوي
پاکستاني وايي دوه ديپلوماتان یې په داسې حال کې چې د افغانستان له جلال آباد ښار څخه د پاکستان اسلام آباد ته روان و، بې درکه شوي دي.
د جمهور آژانس د خبر له مخې د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویلي، دغه پېښه د تېرې جمعې په ورځ رامنځ ته شوې ده.
د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت نه خپره شوې خبرپانه کې ویل شوي چې دغه دوه دیپلومان له جلال آباد څخه اسلام آباد ته د منځکنۍ لارې روان و، چې درکه شوي.
په خبرپانه کې نه د دغه دوه دیپلوماتانو د بې درکه کېدو دقیق ځای ښودل شوی او نه هم دا ویل شوي، چې چا بېولي دي.
خو وايي، له افغانستان نه یې مرسته غوښتي، چې د دې دیپلوماتونو په موندولو کې ورسره مرسته وکړي.
که څه هم پاکستان د دیپلوماتانو د لادرک کېدو دقیق ځای نه دی ښودلی خو ښايي دغه کسان له ډېورنډ کرښې پورې غاړې ته ورک شوي و، ځکه له تورخمه تر پېښور پورې لار د تورخم جلال آباد په پرتله ډېره نا امنه ده.
جمهورآژانس:کابل
نام شما

آدرس ايميل شما
نظر شما *

پربازدیدترین