۰
افراسیاب خټک:

پاکستان لا هم افغانستان ته طالبان صادروي

يکشنبه ۲۸ جوزا ۱۳۹۶ ساعت ۱۰:۵۸
د پښتونخوا مشهور سیاستوال افراسیاب خټک وايي، پاکستان لا هم افغانستان ته د سوداګریزو توکو پر ځای طالبان صادروي او تر اوسه دغه چاره لومړیتوب ورته لري.
پاکستان لا هم افغانستان ته طالبان صادروي
د پښتونخوا مشهور سیاستوال افراسیاب خټک وايي، پاکستان لا هم افغانستان ته د سوداګریزو توکو پر ځای طالبان صادروي او تر اوسه دغه چاره لومړیتوب ورته لري.
د جمهور آژانس د خبر له مخې ښاغلي خټک دغه څرګندونې پر خپل ټویټر لیکلي دي.
ښاغلي خټک دغه څرګندونې تر هغې وروسته کړې، چې پاکستاني رسنیو راپور ورکړی، چې افغانستان ته د پاکستان د سوداګریزه توکو په صادراتو کې ۲۷ سلنه کموالی راغلی دی.
خو خټک وايي، پاکستان باید یو شی انتخاب کړي یا سوداګریز توکي افغانستان ته صادر کړي او یا هم طالبان.
نوموړي لیکلي،: تر اوسه د پاکستان صادارت افغانستان ته طالبان دي او لا هم دغه صادارت ورته لومړیتوب لري نو ځکه په پولو کې د پاکستان عایدات کم شوي او افغانستان ته د سوداګریزو توکو د صادارتو توکو کچه را ټيټه شوې ده.
مشهور سیاستوال افراسیاب خټک زیاتوي، تر څو د پاکستان لومړیتوب د طالبانو صادرول وي، د توکو د صادرولو د لوړوالي تمه دې نه کوي.
جمهورآژانس:کابل
نام شما

آدرس ايميل شما
نظر شما *

پربازدیدترین