۰
واشنګټن اګزمينر:

د امریکا په نوې ستراتيژۍ کې پر پاکستان فشارونه شامل دي

شنبه ۲۷ جوزا ۱۳۹۶ ساعت ۱۴:۵۹
واشنګټڼ اګزمينر وېبپاڼې په يوه مطلب کې ویلي، د افغانستان لپاره به د امريکا د نوې ستراتيژۍ يوه برخه پر پاکستان د فشارونو راوستلو ته ګوښې شي.
د امریکا په نوې ستراتيژۍ کې پر پاکستان فشارونه شامل دي
واشنګټڼ اګزمينر وېبپاڼې په يوه مطلب کې ویلي، د افغانستان لپاره به د امريکا د نوې ستراتيژۍ يوه برخه پر پاکستان د فشارونو راوستلو ته ګوښې شي.
د جمهور آژانس د خبر له مخې واشنګټڼ اګزمينر وېبپاڼې په دغه مطلب کې چې نن خپور شوی د امريکا د دفاع وزير جيمز مټيس قوله ویلي، چې په افغانستان کې به د امريکا د تېرو غلطيو د تکرار مخنيوی وکړي.
سرچینه وايي، جنرال متیس زیاته کړې، په افغانستان کې د بريالي کېدو لپاره بايد نوې ستراتيژي داسې جوړه شي، چې د پليتابه ساحه يې د افغانستان پر پولو پورې محدوده نه وي، بلکه له افغانستانه بهر هم د پلي کېدو وړ وي.
په ليکنه کې راغلي، جيمز مټيس د امريکا کانګرس ته ويلي، چې امريکا بايد په نوې ستراتيژۍ کې سيمه ييزې موخې په پام کې ونيسي.
د مټيس په باور افغانستان ته بايد د سويلي اسيا د يوه هېواد په نظر وکتل شي او په تړاو يې نوې ستراتيژي جوړه شي.
واشنګن اګزمينر وېبپاڼې د مټېس د دې خبرې په تفسير کې ليکلي، د مټېس له خبرو ښکاري چې ښايي پاکستان د امريکا په نوې ستراتيژۍ کې له حقاني شبکې سره د چال چلند له امله تر سختو فشارونو لاندې ونیول شي، ځکه چې د امريکا او افغانستان په باور د پاکستان د استخباراتي ادارې پټ ملاتړ ورسره دی.
په ورته وخت کې د امريکا د دفاع وزارت يوه چارواکي هم د نوم نه خپرولو سره ویلي، چې پر پاکستان به فشار راوستل شي څو د حقاني شبکې پر خلاف اقدام وکړي او زیاته کړې یې ده، چې همدا د امریکا نوې ستراتېژي ده.
واشنګټن اکزمينر د ليکنې په پای کې ويلي، چې له دې ټولو سره سره امريکا په افغانستان کې د جګړې له لارې د شته ستونزو د هوارولو فکر نه کوي، بلکه د يوې داسې سياسي لارې په لټه کې ده، چې روانو جګړو ته د پای ټکی کېږدي.
جمهورآژانس:کابل
نام شما

آدرس ايميل شما
نظر شما *

پربازدیدترین