۰

يمن کې د وبا ناروغۍ ۴۷۳ تنه وژلي

سه شنبه ۹ جوزا ۱۳۹۶ ساعت ۰۸:۰۶
د روغتيا نړيوال سازمان په يوه راپور کې ویلي، چې په يمن کې د وبا ناروغۍ ۴۷۳ تنه وژلي دي.
يمن کې د وبا ناروغۍ ۴۷۳ تنه وژلي
د روغتيا نړيوال سازمان په يوه راپور کې ویلي، چې په يمن کې د وبا ناروغۍ ۴۷۳ تنه وژلي دي.
د جمهور آژانس د خبر له مخې د یاد سازمان له خوا خپاره شوی راپول کې راغلي، چې د روان میلادي کال د اپريل له ۲۷ نېټې بيا تر اوسه په يمن کې ۵۲ زره تنه په وبا اخته شوي دي.
سرچینې زیاته کړې، چې په تېرو دوه میاشتو کې په وبا د اخته کسانو له ډلې يې ۴۷۳ تنو خپل ژوندونه له لاسه ورکړي دي.
په راپور کې ویل شوي، چې يوازې په تېرو دوو ورځو کې ۱۳ زره کسان په دې وژونکې ناروغۍ اخته شوي دي.
په ورته وخت ملګرو ملتونو ويلي چې په يمن کې د ۱۰۰ زرو اميندوارو ژوندونه هم له ګواښ سره مخ دي.
جمهورآژانس:کابل
نام شما

آدرس ايميل شما
نظر شما *

پربازدیدترین