۰

له غصبه خلاصو شویو ځمکو باندې پراختیايي پروژې پلې کېږي

دوشنبه ۸ جوزا ۱۳۹۶ ساعت ۱۵:۰۷
د پلازمینې د زون د پراختیا خپلواکه اداره وایي، له غصبه خلاصو شویو ځمکو باندې پراختیايي پروژې پلې کېدونکي دي.
له غصبه خلاصو شویو ځمکو باندې پراختیايي پروژې پلې کېږي
د پلازمینې د زون د پراختیا خپلواکه اداره وایي، له غصبه خلاصو شویو ځمکو باندې پراختیايي پروژې پلې کېدونکي دي.
د جمهور آژانس د خبر له مخې دغه اداره زیاتوي، چې د تېر یوه کال په موده کې یې ۳۷ جریبه دولتي ځمکې له غصبه ژغورلې او دولت ته یې ستنې کړې.
د پلازمینې د زون د پراختیا خپلواکه اداره الهام عمر هوتکي نن یوې خبري غونډې کې وویل، هغه دولتي ځمکې چې دوې له غصب څخه راګرځولي دي عملاً یې پرې د انکشافي پروژو کار پیل کړی دی.
نوموړي زیاته کړه، هڅه کوي څو له غصبه په خلاصو شويو ځمکو د پراختيايي پروژو په پلي کولو سره، د دې ځمکو د بيا غصب کيدو مخه ونيسي.
یاده اداره وايي، د اوولس میلیونه ډالرو پرمختیایي بودیجې په لرلو سره د کابل په ګډون پروان، کاپیسا، وردګو او لوګر ولایتونو کې د دوامداره پرمختیایي پروژو د پلي کولو په موخه کار کوي.
د پلازمینې د زون د پراختیا خپلواکه اداره زیاتوي، چې اقتصادي او زیربنایي پرمختیا، متوازن پرمختګ او ښه حکومتولي د دغې ادارې موخې دي چې د یو پرمختللې او معیاري پایتخت په موخه به په راتلونکو پنځلسو کلنو کې ورته دا اداره کار وکړي.
جمهورآژانس:کابل
نام شما

آدرس ايميل شما
نظر شما *

پربازدیدترین