۰

ننګرهار کې د یخ پر سر شخړه کې څلور تنه وژل شوي دي

دوشنبه ۸ جوزا ۱۳۹۶ ساعت ۱۱:۵۸
چارواکي وايي، په ننګرهار ولایت کې د یخ پر سر د دوه کورنیو تر منځ شخړه په جګړه اوښتې، چې په کې څلور تنه وژل شوي دي.
ننګرهار کې د یخ پر سر شخړه کې څلور تنه وژل شوي دي
چارواکي وايي، په ننګرهار ولایت کې د یخ پر سر د دوه کورنیو تر منځ شخړه په جګړه اوښتې، چې په کې څلور تنه وژل شوي دي.
د جمهور آژانس د خبر له مخې پېښه تېره ورځ مازیګر مهال د ننګرهار ولایت د چپرهار ولسوالۍ د للمې په سیمه کې رامنځ ته شوې ده.
د ننګرهار د والي ویاند عطاالله خوږیاڼی وايي، د یخ پر سر شخړه او جګړه د ملا رقیب او سید ملا جان د کورنیو تر منځ پېښه شوې.
نوموړي زیاه کړه، د شخړې پر مهال د دواړو لوریو یو په بل ډزې کړې، چې په کې د یوې مېرمنې په ګډون څلور تنه وژل شوي دي.
د ننګرهار د والي ویاند زیاتوي، چې په وژل شویو کې درې تنه د ملا رقیب د کورنۍ اړوند دي او دغه راز یوه مېرمن چې وژل شوې د سید ملا جان د کورنۍ ده.
چارواکي زیاتوي، چې د پېښې عاملینو له سیمې تېښته کړې، خو پولیس یې د نیولو په هڅه کې دي.
جمهورآژانس:ننګرهار
نام شما

آدرس ايميل شما
نظر شما *

پربازدیدترین