۰
د سولې عالي شورا:

وسله وال مخالفين دې د روژې د درناوي په پار جګړه ودروي

دوشنبه ۸ جوزا ۱۳۹۶ ساعت ۰۹:۰۷
د سولې عالي شورا د حکومت له وسله والو مخالفينو غوښتي، چې د روژې مبارکې مياشتې ته د درناوي په پار جګړه ودروي او د سولې له پروسې سره يو ځای شي.
وسله وال مخالفين دې د روژې د درناوي په پار جګړه ودروي
 د سولې عالي شورا د حکومت له وسله والو مخالفينو غوښتي، چې د روژې مبارکې مياشتې ته د درناوي په پار جګړه ودروي او د سولې له پروسې سره يو ځای شي.
د جمهور آژانس د خبر له مخې د دې شورا له لوري په يوه خپره شوې خبرپاڼه کې مسلمانانو ته د روژې مبارکې مياشتې د رارسېدو مبارکي ويل شوې او له وسله والو غوښتل شوي، چې خپلې وسلې پر ځمکه کېږدي.
د سولې عالي شورا په خبرپاڼه کې ویلي، روژه د مسلمانانو تر مينځ د ټولنيز تکافل مياشت ده، او مسلمانان دې ته هڅوي، چې يو بل ته خير او ګټه ورسوي او له هغه څه ډډه وکړي، چې نورو مسلمانانو ته ترې زیان رسيږي.
په خبرپاڼه کې ویل شوي د سولې عالي شورا د روانې ناروا جګړې پر ټولو ښکېلو غاړو غږ کوي، چې له دې فرصت څخه په ګټې اخيستنې، سره په هېواد کې د سولې او پخلاينې په برخه کې جدي ګامونه پورته کړي.
دا په داسې حال کې ده، چې د روژې په لومړی ورځ افغان ولسمشر محمد اشرف غني هم په خپل پیغام کې د دولت له ټولو وسله والو مخالفینو وغوښتل، چې د دغه مبارکې میاشتې د درناوي په خاطر جګړه ودروي او له وژنو لاس واخلي.
خو د ولسمشر له پیغام په لږ ځنډ وروسته وسله والو طالبانو د جګړې د درولو په موخه د ولسمشر غني پیغام ته مطلق د رد ځواب ورکړ.
پاکستاني رسنیو د وسله والو طالبانو د یوې خبرپاڼې په قول ویلي وو چې دوی به نه یوازې په روژه کې جګړه ونه دروي، بلکې بریدونه به لا زیات کړي، ځکه په وینا یې په روژه کې د جهاد ثواب نور هم ډېر وي.
جمهورآژانس:کابل
نام شما

آدرس ايميل شما
نظر شما *

پربازدیدترین