۰
د برېتانیا د کارګر ګوند مشر:

په مانچسټر کې برید په افغانستان او نورو هېوادونو کې د برېتانیا د مداخلې پایله ده

دوشنبه ۸ جوزا ۱۳۹۶ ساعت ۰۹:۰۰
د برېتانیا د کارګر ګوند مشر جرمي کوربین وايي، د مانچسټر د برید په څېر پېښې په افغانستان او نورو هېوادونو کې د برېتانیا د مداخلې پایلې دي.
په مانچسټر کې برید په افغانستان او نورو هېوادونو کې د برېتانیا د مداخلې پایله ده
د برېتانیا د کارګر ګوند مشر جرمي کوربین وايي، د مانچسټر د برید په څېر پېښې په افغانستان او نورو هېوادونو کې د برېتانیا د مداخلې پایلې دي.
د جمهور آژانس د خبر له مخې جرمي کوربین دغه تېره ورځ د خپل انتخاباتي کمپاین په یوه غونډه کې کړې او ویلي یې دي، چې د مانچسټر د برید په څېر ترهګریزې پېښې له هغو جګړو سره اړیکه لري، چې برېتانیا پکې مستقیمه ښکیله ده او یا یې ملاتړ کوي.
نوموړي زیاته کړې، چې له ترهګرۍ سره د مبارزې په برخه کې اوسنۍ تګلارې ناکامې دي او که دی ولسمشر شي افغانستان ته د ۵۰۰ اضافي برېتانیايي سرتیرو د استولو په تړاو به د ناټو وړاندیز رد کړي.
د هغه په وینا، دی په افغانستان کې د سولې او روغې جوړې پلوی دی او په باور یې د افغانستان جګړه په ځواکونو نه اواریږي، بلکې دا جګړه په سیاسي جوړجاړي پای ته رسیدای شي.
د کارګر ګوند مشر جرمي کوربین ترهګرۍ ضد جګړه ناکامه شوې او برېتانیا باید په ترهګرۍ ضد جګړه کې پر خپلو سیاستونو بیا کتنه وکړي.
جمهورآژانس:کابل
نام شما

آدرس ايميل شما
نظر شما *

پربازدیدترین