۰
حکمتیار:

ځينې ډلي او کسان له دولتي امکاناتو شخصي ګټې او دښمنۍ پالي

دوشنبه ۸ جوزا ۱۳۹۶ ساعت ۰۸:۵۴
د حزب اسلامي مشر وايي، حکومت دې د هغو ډلو او کسانو مخه ونیسي چې له دولتي امکاناتو په استفادې خپلې شخصي ګټې او دښمنۍ پالي.
ځينې ډلي او کسان له دولتي امکاناتو شخصي ګټې او دښمنۍ پالي
د حزب اسلامي مشر وايي، حکومت دې د هغو ډلو او کسانو مخه ونیسي چې له دولتي امکاناتو په استفادې خپلې شخصي ګټې او دښمنۍ پالي.
د جمهور آژانس د خبر له مخې ښاغلي حکمتیار دغه څرګندونې تېره ورځ په خپل استوګنځي کې له قومي مشرانو سره د لیدنې او ناستې پر مهال کړې دي.
حکمتیار ویلي تر وسله والو مخالفو ډلو هغه کسان د هېواد امنیت ته ډير خطرناک دي، چې د حکومت په چوکاټ کې کار کوي خو د حکومت له امکاناتو په استفادې خپلې شخصي ګټې او دښمنۍ پالي.
د حزب اسلامي مشر وايي، دغه کسانو پر افغانانو ظلمونو ته زمینه برابره کړې ده او حکومت یې باید پر وړاندې جدي اقدام وکړي.
په ورته وخت کې نوموړي زیاته کړې، چې د هېواد او افغانانو پر وړاندې جنګېدونکي کسان په ډېر څه نه پوهېږي او پر افغانانو له هېڅ دول ظلم مخ نه اړوي.
ښاغلي حکمتیار یو ځل بیا پر وسله والو طالبانو غږ کړی چې له حکومت سره دې سوله وکړي او د افغانانو له وژلو دې لاس واخلي.
هغه و ویل، چې په هېواد کې د روانې جګړې ګټه یوازې پردیو ته رسېږي خپلو ته یوازې غم او درد ورکوي.
حکمتیار ویلي زموږ په دین او مذهب کې ظلم نشته دی، خو نه پوهېږي، چې اوسنیو جنګېدونکو ډلو دا دین او مذهب له کومه کړی دی چې د افغانانو پر وړاندې له هېڅ ډول وحشت او ظلم مخ نه اړوي.
نوموړي زیاته کړې، ملت ته په کار ده چې سره یو لاس شي او له دغه تیارو ځان وباسي، ځکه روان بحران ټول د ځانځانۍ او بې اتفاقۍ له امله پر افغانانو حاکم دی.
جمهورآژانس:کابل
نام شما

آدرس ايميل شما
نظر شما *

پربازدیدترین