۰

د لوګر د خوښۍ ولسوال په یوه برید کې ټپي شو

يکشنبه ۷ جوزا ۱۳۹۶ ساعت ۱۳:۲۶
راپورونه وايي، د لوګر ولایت د خوښۍ ولسوالۍ ولسوال عبدالحمید حامد د نامعلومه وسله والو کسانو په برید کې ټپي شوی دی.
د لوګر د خوښۍ ولسوال په یوه برید کې ټپي شو
راپورونه وايي، د لوګر ولایت د خوښۍ ولسوالۍ ولسوال عبدالحمید حامد د نامعلومه وسله والو کسانو په برید کې ټپي شوی دی.
د جمهور آژانس د خبر له مخې سرچینې زیاتوي، چې په ولسوال نن سههار نهه نیمې بجې د خوښۍ ولسوال د وزیر کلا په سیمه کې وسله وال برید وشو.
ویل کېږي، ولسوال عبدالحمید حامد له کور څخه دندې ته روان و، چې تر وسله وال برید لاندې راغی.
په برید کې ولسوال او یو ساتونکی یې ټپيان شوي دي، چې د درملنې لپاره کابل ته لېږدول شوي دي.
تر اوسه د لوګر چارواکو په دې اړه څه نه دي ویلي او نه هم د برید مسؤولیت چا پر غاړه اخیستی.
جمهورآژانس:لوګر
نام شما

آدرس ايميل شما
نظر شما *

پربازدیدترین