۰

هلمند کې د طالبانو له زندانه ۱۱ تنه بندیان راخوشي شول

يکشنبه ۷ جوزا ۱۳۹۶ ساعت ۱۲:۰۸
افغان ځواکونو په هلمند ولایت کې د وسله والو طالبانو پر یوه زندان چاپه وهلې او دغه زندان یې مات کړی دی.
هلمند کې د طالبانو له زندانه ۱۱ تنه بندیان راخوشي شول
افغان ځواکونو په هلمند ولایت کې د وسله والو طالبانو پر یوه زندان چاپه وهلې او دغه زندان یې مات کړی دی.
د جمهور آژانس د خبر له مخې د زندان د ماتولو عملیات د افغان پولیسو ځانګړو ځواکونو تېره شپه د هلمند په نادعلي ولسوالۍ کې تر سره کړي.
د کورنیو چارو وزارت وايي، طالبانو د نادعلي ولسوالۍ د ناقل آباد سیمه کې زندان درلود او بندیان یې په کې ساتل چې ځانګړوپولیسو ځواکونو پرې عملیات کړي.
سرچینه وايي، په عملیاتو کې د طالبانو زندان مات او ۱۱ تنه بندیان ترې راخوشي شول.
د کورنیو چارو وزارت وایي، په ازاد شویو بندیانو کې شپږ یې د افغان امنیتي ځواکونو منسوبین دي او پاتې پنځه یې ملکي افغانان دي.
دا بیان وایي، چې سیمې ته د افغان پولیسو د ځانګړو ځواکونو له رسېدلو سره سم وسله والو طالبان له سیمې تښتیدلي، نو ځکه په دغو عملیاتو کې چاته د سر زیان نه دی رسیدلی.
د دې وړاندې هم افغان امنیتي ځواکونو د بهرنیو ځواکونو په ملتیا د هلمند په ولایت کې د طالبانو شپږ زندانونه مات کړي وو چې له امله ۲۴۰ بندیان له دغو زندانونو ازاد شوي وو.
جمهورآژانس:کابل
نام شما

آدرس ايميل شما
نظر شما *

پربازدیدترین