۰

پاکستاني علماوو ځانمرګي بریدونه حرام بللي

يکشنبه ۷ جوزا ۱۳۹۶ ساعت ۱۰:۲۹
په پاکستان کې مخکښو دیني عالمانو د ترهګرۍ او ځانمرګو بریدونو ضد فتوا صادره کړې او دا بریدونه یې حرام بللي دي.
پاکستاني علماوو ځانمرګي بریدونه حرام بللي
په پاکستان کې مخکښو دیني عالمانو د ترهګرۍ او ځانمرګو بریدونو ضد فتوا صادره کړې او دا بریدونه یې حرام بللي دي.
د جمهور آژانس د خبر له مخې دغو ۳۱ مخکښو او سترو دیني علماوو تېره ورځ په اسلام اباد کې دغه فتوا صاداره کړې ده.
دغه فتوا په هغه مراسمو کې لاسلیک شوه چې د اسلام اباد د دیني څېړنو انستیتوت جوړ کړي وو او د نظر په اتفاق یې خپره کړه.
دوی پر داسې یوه فتوا لاسلیکونه کړي، چې له مخې یې ځانمرګي بریدونه حرام او له دغو بریدګرو سره مرسته کوونکي کسان ترهګر بلل شوې دي.
دیني عالمانو ټینګار وکړ، چې په زور او جبر د شریعت پلي کول، جګړه او بغاوت حرام دي او د جهاد اعلان یوازې د اسلامي هېوادونو د حکومتونو واک دی.
دوی ویل، هره ډله او ټپله په خپل سر د جهاد اعلان نه شي کولی او که څوک دا کار کوي ترهګر او بغاوت کوونکي دي.
جمهورآژانس:کابل
نام شما

آدرس ايميل شما
نظر شما *

پربازدیدترین