۰

ننګرهار کې ولسي وګړو ۱۵ داعشیان وژلي

يکشنبه ۷ جوزا ۱۳۹۶ ساعت ۰۹:۴۴
چارواکي وايي، په ننګرهار ولایت کې د ولسي وګړو او داعش وسله والو تر منځ نښته کې ۱۵ داعشیان او ۶ ملکي وګړي وژل شوي دي.
ننګرهار کې ولسي وګړو ۱۵ داعشیان وژلي
چارواکي وايي، په ننګرهار ولایت کې د ولسي وګړو او داعش وسله والو تر منځ نښته کې ۱۵ داعشیان او ۶ ملکي وګړي وژل شوي دي.
د جمهور آژانس د خبر له مخې نېښته وړمه ورځ د ننګرهار ولایت د اچین ولسوالۍ په وچ کوت سیمه کې شوې ده.
د ننګرهار د والي ویاند عطاالله خوږیاڼی وايي، د نښتې په ترڅ کې د ملکي وګړو له لوري پنځلس داعشیان وژل شوي چې د يو شمېر هغو جسدونه اوس هم په سيمه کې پاتې دي.
ده ویلي، چې په دغه پېښه کې د یوې مېرمنې په ګډون ۶ تنه ولسي وګړي هم وژل شوي دي.
د هغه په وینا د ننګرهار والي محمد ګلاب منګل د قومي مشر بهرام ګل په مشرۍ د ولسي وګړو له لوري د داعش د له منځه وړو په موخه د تېرې ورځې ترسره شوې جګړې ستاینه کړې، خو په پېښه کې د ملکي وګړو پر مرګ ژوبله يې ژوره خواشیني ښودلې ده.
جمهورآژانس:ننګرهار
نام شما

آدرس ايميل شما
نظر شما *

پربازدیدترین