>> جمهور - امريکايي سرتېري بايد په پاکستان کې د عملياتو اجازه ولري
 
۰
کينزينګر:

امريکايي سرتېري بايد په پاکستان کې د عملياتو اجازه ولري

يکشنبه ۷ جوزا ۱۳۹۶ ساعت ۰۹:۲۱
د امريکا د کانګرس يوه غړي ادام کينزينګر وايي امريکا بايد پر پاکستان د خپلې ستراتيژۍ د منلو لپاره له هېڅ اقدامه دريغ و نه کړي او ټرمپ باید له پاکستان سره نور په نرمۍ چلند ونه کړي.
امريکايي سرتېري بايد په پاکستان کې د عملياتو اجازه ولري
د امريکا د کانګرس يوه غړي ادام کينزينګر وايي امريکا بايد پر پاکستان د خپلې ستراتيژۍ د منلو لپاره له هېڅ اقدامه دريغ و نه کړي او ټرمپ باید له پاکستان سره نور په نرمۍ چلند ونه کړي.
د جمهور آژانس د خبر له مخې کينزينګر چې په ويلسون سنټر کې يې خبرې کولې ویلي، چې پاکستان په خپلو ژمنو وفا نه ده کړې.
نوموړي د يوې پوښتنې په ځواب کې زیاته کړې، پاکستان بايد وپوهول شي، چې دا هېواد په افغانستان کې د خپلې ستراتيژۍ د پلي کولو لپاره پر اسلام آباد د هر راز فشار راوړلو ته چمتووالی لري.
ادام کينزينګر وايي، امريکايي پوځيان بايد اجازه ولري، چې پر ډيورنډ کرښه پاکستان ته ور واوړي، ځکه دې هېواد پر خپلو ژمنو وفا نه ده کړې او د امریکا ولسمشر ټرمپ هم باید له پاکستان سره نور په نرمۍ چلند ونه کړي.
د سنا دغه غړي د امريکا د نوې ستراتيژۍ په اړه هم خبرې کړې او ويلي يې دي، چې په پاکستان کې د طالبانو، القاعده او نورو ترهګرو ډلو پر پټنځايونو راکټي بريدونه ښايي د دې ستراتيژۍ يوه برخه وي.
ده يو ځل بيا ټينګار کړی، چې امريکا کولای شي د مرستو د ډيرولو، کمولو او يا آن په دې خاوره کې امريکايي ځواکونو ته د عملياتو د اجازې په ورکولو سره پر پاکستان خپلې غوښتنې ومني.
جمهورآژانس:کابل
نام شما

آدرس ايميل شما
نظر شما *

پربازدیدترین