۰

چین له افغانستان سره په نظامي برخه کې خپلې مرستې ډېروي

پنجشنبه ۴ جوزا ۱۳۹۶ ساعت ۱۲:۳۰
د چین د ملي امنیت سلاکار مینک وايي، په سیمه او افغانستان کې د امنیت د ټینګښت او ثبات په موخه به له افغانستان سره خبلې نظامي مرستې او ملاتړ زیات کړي.
چین له افغانستان سره په نظامي برخه کې خپلې مرستې ډېروي
د چین د ملي امنیت سلاکار مینک وايي، په سیمه او افغانستان کې د امنیت د ټینګښت او ثبات په موخه به له افغانستان سره خبلې نظامي مرستې او ملاتړ زیات کړي.
د جمهور آژانس د خبر له مخې ښاغلي مېنګ دغه څرګندونې د ده او د افغانستان د ملي امنیت د سلاکار محمد حنیف اتمر سره په هر اړخیزه ناسته کې وکړې.
د ملي امنیت شورا له دفتره خپره شوې خبرپانه وايي، ښاغلي اتمر او ښاغلي مېنک په روسيه کې د لوړ پوړو امنیتي مسوولینو د اتم کلني کنفرانس په څنډه کې سره وکتل.
سرچینه زیاتوي، چې دواړو لورو په سیمه کې د امنیت د ټینګښت او ثبات په موخه د افغان سولې لپاره د سیمې د هېوادونو په کچه د ملاتړې برنامې پر رامنځته کېدو خبرې وکړې.
د خبرپاڼې په وینا دواړو لورو د سولې د ټینګښت او په سیمه کې د ترهګريزو شبکو او د هغو د ملاتړو د ځپلو په موخه له سیمه ییزو نوښتونو څخه ملاتړ اعلان کړ.
د چین د ملي امنیت سلاکار مېنک په خپلو خبرو کې د افغان ملي امنیتي او دفاعي ځواکونو قربانۍ او کلکه اراده وستایله او د افغان ځواکونو پر تجهیز او ځان بسياینه یې ټینګار وکړ.
په خبرپاڼه کې راغلي، د ملي امنیت سلاکار محمد حنیف اتمر د افغانستان د خلکو په استازیتوب د چین د ملي امنیت له سلاکار څخه په سیمه او افغانستان کې د سولې او ثبات په برخه کې د چین د خلکو او حکومت له فعالیتونو مننه وکړه.
نوموړي په سیمه، په ځانګړي توګه افغانستان کې د سولې د ټینګښت په لاره کې د چین د خلکو هلې ځلې مهمې وبللې.
په دې ناسته کې د افغانستان او چین د ملي امنیت شورا د دفترونو تر منځ د اړیکو پر پراختیا او دوه اړخیزو همکاریو هم خبرې وشوې. دواړه لورو هوکړه وکړه چې د افغانستان او چین د ملي امنیت شورا د دفترونو تر منځ به اړیکې پیاوړې کړي.
د افغانستان او چین د ملي امنیت سلاکارانو له افغان ځواکونو سره د نظامي همکاریو پر پراختیا او څرنګوالي هم بحث وکړ.
د چین د ملي امنیت سلاکار ډاډ ورکړ چې په سیمه او افغانستان کې د امنیت د ټینګښت او ثبات په موخه به له افغانستان سره خپلې نظامي مرستې او ملاتړ زیات کړي.
د چین د ملي امنیت سلاکار دغه راز د دې لیدنې پر مهال وویل چې د سولې د تامین او له ترهګرو سره د مبارزې په لاره کې د سیمه ییزې اجماع اړتیا محسوسه ده او باور لري چې د سیمې هېوادونه به د ګډو اقداماتو په ترڅ کې له سیمې د ترهګرۍ شومه پدیده له منځه یوسي.
د افغانستان د ملي امنیت سلاکار چې تېره ورځ په روسیه کې د لوړو امنیتي مسوولینو په اتم کلني کنفرانس کې د ګډون په موخه یاد هېواد ته تللی دی.
ښاغلي اتمر تېره ورځ له خپل هندي، ایراني او پاکستاني سیالانو سره جلا جلا ناستې درلودې او له هر یوه سره یې پر ګڼو موضوعاتو خبرې اترې وکړې.
جمهورآژانس:کابل
نام شما

آدرس ايميل شما
نظر شما *

پربازدیدترین