۰

د افغان نولس کلنو ملي لوبډلې نوملړ اعلان شو

پنجشنبه ۴ جوزا ۱۳۹۶ ساعت ۱۲:۲۲
د افغانستان کرکټ بورډ غوراوي کمیټې نن سهار د نولس کلنو نړیوال جام غوراوي پړاو سیالیو لپاره د نولس کلنو ملي لوبډله اعلان کړه.
د افغان نولس کلنو ملي لوبډلې نوملړ اعلان شو
د افغانستان کرکټ بورډ غوراوي کمیټې نن سهار د نولس کلنو نړیوال جام غوراوي پړاو سیالیو لپاره د نولس کلنو ملي لوبډله اعلان کړه.
د جمهور آژانس د خبر له مخې کرکټ بورد ادارې نن د دغه لوبغاړو نوملړ اعلان کړل، چې په کې ۱۸ لوبغاړي برخه لري.
نوین الحق، محمد ابراهیم ، درویش رسولي، پرویز ملکزی، طارق ستانکزی، بهیر، اکرام فیضي، محمد عمران محمدي، شمس، وقارالله، مجیب، قیس، ظاهر خان پکتين، یوسف ځاځی، وفادار هغه لوبغاړي دي، چې په غوراي سیالیو کې به لوبېږي.
د دې لوبغاړو تر څنګ عبدالواسع ، عبدالقادر او نثار وحدت هغه درې لوبغاړي دي، چې د یادې لوبډلې سره به د احتیاطي لوبغاړو په توګه ځي.
باید و ویل شي، چې د نولس کلنو نړیوال جام د غوراوي پړاو سیالۍ به د روان زیږدیز کال د جولای په ۱۵مه نېټه په سینګاپور کې پیل شي.
په دغه لوبو کې د افغانستان په ګډون څلور ګډون کونکې لوبډلې (سینګاپور، مالیزیا، نیپال او افغانستان) لري چې په پایله کې به یې یوه لوبډله نړیوال جام سیالیو ته لارموندنه کوي.
جمهورآژانس:کابل
نام شما

آدرس ايميل شما
نظر شما *

پربازدیدترین