۰

کندوز کې د هاون مرمۍ لګېدو کې ۱۰ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې

پنجشنبه ۴ جوزا ۱۳۹۶ ساعت ۱۱:۵۵
د پوهنې او روغتیا سیمه ییز چارواکي وايي، په کندوز ولایت کې هاوان د یوې مرمۍ د لګېدو له امله د ښوونځي د زده کوونکو په ګډون ۱۰ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
کندوز کې د هاون مرمۍ لګېدو کې ۱۰ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې
د پوهنې او روغتیا سیمه ییز چارواکي وايي، په کندوز ولایت کې هاوان د یوې مرمۍ د لګېدو له امله د ښوونځي د زده کوونکو په ګډون ۱۰ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
د جمهور آژانس د خبر له مخې پېښه نن سهار شاوخوا ۹ بجې د کندوز ښار کې هغه مهال رامنځ ته شوې، چې خان آباد ولسوالۍ له لوري توغول شوې هاوان مرمۍ د یوه ښوونځي تر څنګ ولګېده.
د کندوز د پوهنې ښاري مدیر وايي، مرمۍ د کندوز د امنيه قومندانۍ په ۵۰ مترۍ کې شېرخان ښوونځي ته نږدې لګېدلې چې له امله یو زده کوونکی وژل شوی او دوه نور ټپیان شوي دي.
هغه زیاتوي، تر اوسه دا نه معلومه چې مرمۍ د کوم لوري له خوا توغول شوې، خو د کندوز د امنیه قوماندانۍ ویاند انعام الله رحماني وايي دغه ګولۍ د وسله والو مخالفینو له لوري توغول شوې ده.
د هغه په وینا په پېښه کې یو کس وژل شوی او څلور نور ټپیان شوي دي، خو د کندوز د حوزوي روغتون آمر ډاکتر نعیم منګل وايي، د پېښې له ځایه دوی ته ۹ ټپیان وروړل شوي، چې د یوه روغتیايي حالت نازک دی.
تر اوسه د پېښې مسؤولیت چا پر غاړه نه دی اخیستی.
جمهورآژانس:کندوز
نام شما

آدرس ايميل شما
نظر شما *

پربازدیدترین