۰

د سردار داوود خان روغتون يو شمېر چارواکي په بند محکوم شول

پنجشنبه ۴ جوزا ۱۳۹۶ ساعت ۰۹:۲۲
د سردار محمد داود خان پر پوځي روغتون د تر سره شوي خونړي برید پر مهال د وظیفوي غفلت له امله د دغه روغتون او د صحیه ریاست یو شمېر مسؤولان په بند محکوم شول.
د سردار داوود خان روغتون يو شمېر چارواکي په بند محکوم شول
د سردار محمد داود خان پر پوځي روغتون د تر سره شوي خونړي برید پر مهال د وظیفوي غفلت له امله د دغه روغتون او د صحیه ریاست یو شمېر مسؤولان په بند محکوم شول.
د جمهور آژانس د خبر له مخې پر دغه پوځي روغتون دوه میاشتې وړاندې یو خونړۍ ډلیز وسله وال برید وشو، چې په کې د ډاکترانو او ټپیانو په ګډون لسګونو کسانو ته په کې مرګ ژوبله واوښته.
د دغه برید مسؤولیت داعش وسله والو پر غاړه واخیست خو حکومت تر برید وروسته په دې اړه جدي پلټنې پیل کړې او د وظیفوي غفلت له امله یې له ځینو چارواکو پوښتنې ګروېږنې پیل کړې.
د همدې پلټنو پر اساس د سردار محمد داود خان د پوځي روغتون او د صحیه ریاست يو شمېر مسئولان د وظيفوي غفلت له امله پر حبس محکوم شوي دي.
د ملي دفاع وزارت د وياند له دفتره په خپره شوې خبرپاڼه وايي، عسکري مرکزي ابتدائيه محکمې د ستر درستيز د صحيه قومندان تورن جنرال عبدالرازق سياوش او د اردو د صحيه قومندانۍ د ارکان حرب رئیس برید جنرال عبدالسلام نجرابي، هر یو په یو - یو کال حبس محکوم کړي دي چې د خپل حبس موده په نظامي قطعه کې تېروي.
په خبرپاڼه کې ویل شوی، د طبي علومو د اکاډمۍ پر قوماندان برید جنرال سید عباس منگل، د الزام د کافي دلايلو د نشتون له امله نوموړي ته برئت ورکړل شوی دی.
سرچینه زیاتويو چې د طبي حمايي د قومندانۍ مشر برید جنرال عبدالکبار، د دې قومندانۍ د ارکانو رئیس ډګرمن صلاح الدین، د قوماندانۍ مرستیال ډگروال رسول محمد، د صحیه قوماندانۍ د استخباراتو ضد مدیر ډګروال میر احمد او د طبي علومو د اکاډمۍ د استخباراتو مدیر ډګروال ظفر خان د وظیفوي غفلت په تور هر یو په دوه - دوه کله تنفيذي بند محکوم شوي، چې دوی به هم د عسکري جزا د قانون د حکم له مخې د خپل حبس موده په قطعه کې بشپړوي.
خبرپانه وايي، یو منصبدار، یو بریدمل او د روغتون یو بل توظیف شوی سرتیری هم له یو تر یو نیم کاله پورې په قطعه کې په حبس محکوم شوي دي.
جمهورآژانس:کابل
نام شما

آدرس ايميل شما
نظر شما *

پربازدیدترین