۰
د امریکا د کانګريس غړي:

افغانستان د نړۍ د قدرتمندو هېوادونو هديره ده، خو امريکا لا هم په کې پیسې لګوي

پنجشنبه ۴ جوزا ۱۳۹۶ ساعت ۰۹:۱۰
د امریکا د کانګرېس ځینو غړو تر دې نامه لاندې چې امریکا په افغانستان کې څه کوي او ولې هلته ده؟ یو خبري کنفرانس ورکړ.
افغانستان د نړۍ د قدرتمندو هېوادونو هديره ده، خو امريکا لا هم په کې پیسې لګوي
د امریکا د کانګرېس ځینو غړو تر دې نامه لاندې چې امریکا په افغانستان کې څه کوي او ولې هلته ده؟ یو خبري کنفرانس ورکړ.
د جمهور آژانس د خبر له مخې د سپینې ماڼۍ مخې ته په دې جوړ شوي کنفرانس کې د کانګرېس ځینو غړو د کانګرېس له مشر پال راین څخه غوښتنه وکړه تر څو وخت ورکړي، چې په افغانستان کې د امریکا د شپاړس کلنې جگړې او هلته د امریکا د لګښتونو په هکله بحث وکړي.
په دغه د جمهوري غوښتونکي گوند غړي جونز والټر و ویل، چې افغانستان د نړۍ د قدرتمندو هېوادونو هديره ده، خو امريکا لا هم د خپلو ماليه ورکوونکو پیسې په دې هېواد کې لګوي.
د جمهوری غوښتونکي ګوند یو بل غړي ډان ینګ د والټر د خبرو په تائیدولو سره و ویل چې په کار ده څو په دې اړه بحث وشي، چې امريکا په افغانستان کې څه کوي او ولې هلته ده.
ډان چې په وینا یې د امريکا لپاره يې په یوولسو جګړو کې برخه اخیستي وايي، ډېری امریکایان د دې هېواد له جګړو بې خبره ساتل شوي دي.
د کانګرس غړو وويل چې په تېرو ۱۶ کلونو کې د افغانستان په اړه بحث نه دی شوی.
دوی وايي تر دې وړاندې په ۲۰۰۱ زيږديز کال کې په دې اړه بحث شوی و، خو لازمه ده چې اوس يو ځل بيا درې يا څلور ساعته وخت په همدې تړاو بحث ته ځانګړی شي.
د کانګرس غړي وايي چې امريکايي سرتيري په يوه نه بدليدونکي هېواد کې خپلې وينې تويوي.
دوی د افغانستان په جګړه کې د وژل شويو امريکايي سرتېرو يادونه هم وکړه او د هغوی د اولادونو عکسونه يې په خبري کنفرانس کې نندارې ته وړاندې کړل.
جمهورآژانس:کابل
نام شما

آدرس ايميل شما
نظر شما *

پربازدیدترین