۰

د جهادي او سیاسي ګوندونو شورا له حکومت خپل ملاتړ واخیست

پنجشنبه ۴ جوزا ۱۳۹۶ ساعت ۰۸:۵۹
د جهادي او سياسي ګوندونو شورا، حکومت د ژمنو پر نه عملي کولو تورن کړ او له حکومت څخه يې د خپل ملاتړ بېرته اخيستلو اعلان وکړ.
د جهادي او سیاسي ګوندونو شورا له حکومت خپل ملاتړ واخیست
د جهادي او سياسي ګوندونو شورا، حکومت د ژمنو پر نه عملي کولو تورن کړ او له حکومت څخه يې د خپل ملاتړ بېرته اخيستلو اعلان وکړ.
د جمهور آژانس د خبر له مخې دغه شورا چې دوه کاله مخکې جوړه شوې وه.
په دې شورا کې د حضرت صبغت الله مجددي جبهه نجات، د سيد حامد ګيلاني په مشرۍ محاذ ملي، حاجي دين محمد، کريم خليلي او د جنرال جرئت په ګډون شاوخوا ١٥ سياسي او جهادي ډلو يې غړيتوب درلود.
د یادې شرا له خوا پر خپره شوې اعلامیه د یادو ګوندونو د مشرانو لاسلیکونه هم لیدل کېږي.
د حضرت صبغت الله مجددي په مشرۍ د نجات جبهې ملي ګوند وياند سيد اختيار سباوون ومنله چې دوى له حکومت سره پرېکون اعلان کړى دى.
نوموړي زياته کړه، څو ورځې مخکې په کابل کې د مجاهدينو د بريا ورځې نمانځنې پر مهال د شورا مشرانو په دې اړه سلا مشوره کړې وه.
د هغه په وينا، د شورا سياسي کمېټې په يوه ځانګړې ناسته کې تر مشورو وروسته له حکومت سره د اړيکو د پرې کولو او خپل ملاتړ د بېرته اخيستلو پرېکړه وکړه او ياده اعلاميه يې صادره کړه.
جمهورآژانس:کابل
نام شما

آدرس ايميل شما
نظر شما *

پربازدیدترین