۰

د ټرمپ ادارې د افغان ځواکونو لپاره د ۵ ملیارد ډالرو بودجه وړاندیز کړې

پنجشنبه ۴ جوزا ۱۳۹۶ ساعت ۰۸:۴۹
د امریکا د متحدو ایالتونو ولسمشر ډانلډ ټرمپ د خپل هیواد په کالنۍ دفاعي بودجه کې د افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو د پیاوړتیا لپاره په کال کې نژدې ۵ ملیارد ډالره وړاندیز کړي دي.
د ټرمپ ادارې د افغان ځواکونو لپاره د ۵ ملیارد ډالرو بودجه وړاندیز کړې
د امریکا د متحدو ایالتونو ولسمشر ډانلډ ټرمپ د خپل هیواد په کالنۍ دفاعي بودجه کې د افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو د پیاوړتیا لپاره په کال کې نژدې ۵ ملیارد ډالره وړاندیز کړي دي.
د جمهور آژانس د خبر له مخې د راتلونکي ۲۰۱۸ میلادي مالي کال لپاره د امریکا د ۴،۱ ټریلونه بودجې پیشنهاد وړمه ورځ سپینې ماڼۍ خپور کړ.
د پوځي لګښتونو په برخه کې چې په افغانستان کې د امریکايي پوخیانو لګښتونه هم پکې شامل دي، زیاتوالی راغلی خو د امریکا بهرنۍ بودیجه کمه کړای شوې ده.
په دې وړاندیز کې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت او د امریکا د نړیوالې پراختیايي ادارې لپاره ۳۷،۵ میلیارده ډالر بودجه ټاکل شوې ده چې د روان کال په مقایسه د دې دوو ادارو په مالي بودجه کې د پام وړ کموالی راغلی.
د امریکا د متحدو ایالتونو د ۲۰۱۸ کال په مالي بودیجه کې ۴۶ ملیارډه ډالر په افغانستان کې د امریکایي پوځیانو عملیاتو ته ځانګړې شوې دي، خو دا بودیجه په دغه هیواد کې د اوسنیو امریکایي پوځیانو په حساب په پام کې نیول شوې ده. اوس په افغانستان کې۸۴۰۰ امریکایي پوځیان دېره دي.
د افغانستان لپاره د امریکا ځانګړې بودیجه د هغې یوې برخه ده چې امریکا یې په پوځي ډګر کې بهر مصرفوي. په بهر کې د پوځي لګښتونو لپاره ولسمشر ټرمپ د ۶۵ ملیارډه ډالرو وړاندیز کړی دی.
باید و ویل شي، چې په تېرو کلونو کې امریکا د افغانستان د امنیتي او دفاعي ځواکونو لپاره نژدې څلور نیم ملیارد ډالره بودجه لرله.
جمهورآژانس:کابل
نام شما

آدرس ايميل شما
نظر شما *

پربازدیدترین