۰

د ملي امنیت سلاکار حنیف اتمر له خپل هندي سیال سره مسکو کې لیدلي

چهارشنبه ۳ جوزا ۱۳۹۶ ساعت ۱۴:۳۵
د افغانستان د ملي امنیت سلاکار محمد حنیف اتمر د هندوستان د ملي امنیت سلاکار ډاکتر اجیت دووال سره لیلي او په دوه اړخیزه امنیتي او سیاسي همکاریو یې ورسره خبرې خبرې کړې دي.
د ملي امنیت سلاکار حنیف اتمر له خپل هندي سیال سره مسکو کې لیدلي
د افغانستان د ملي امنیت سلاکار محمد حنیف اتمر د هندوستان د ملي امنیت سلاکار ډاکتر اجیت دووال سره لیلي او په دوه اړخیزه امنیتي او سیاسي همکاریو یې ورسره خبرې خبرې کړې دي.
د جمهور آژانس د خبر له مخې د ملي امنیت شورا له دفتره خپره شوې خبرپاڼه وایي ښاغلي اتمر او ښاغلي دووال نن د روسیې پلازمېنه مسکو کې د لوړ پوړو امنیتي مسوولینو د اتم امنیتي کنفرانس په څنډه کې سره لیدلي.
سرچینه زیاتوي، چې اتمر او دووال د افغانستان او هندوستان د دولتونو تر منځ د دوه اړخیزو سیاسي او امنیتي همکاریو پر پراختیا او د افغان ځواکونو د ملاتړ او تقویې په موخه د یوې هر اړخیزې طرحې پر جوړېدو خبرې وکړې.
اتمر او دووال د نورو موضوعاتو تر څنګ، د سیمې پر امنیتي او سیاسي حالت بحث درلود او د تروریزم پر وړاندې د مشترکې مبارزې په موخه د یوه جامع مکانیزم د جوړېدو په برخه کې یو لړ پرمختګونو ته ورسېدل.
خبرپانه زیاتوي، چې د افغانستان د ملي امنیت سلاکار ښاغلي محمد حنیف اتمر د لیدنې پر مهال د هند د ملي امنیت سلاکار ښاغلي اجیت دووال ته، افغانستان ته راتګ بلنه ورکړه.
په خبرپاڼه کې ویل شوي، چې ښاغلي دووال د ملي امنیت د سلاکار له دعوت څخه هر کلی وکړ او لیوالتیا یې ښکاره کړه، چې په نیږدې راتلونکې به د دوه اړخیزو سیاسي او امنیتي همکاریو د د وام او پراختیا په موخه افغانستان ته سفر وکړي.
په ورته وخت په دې لیدنه کې د شانګهای د همکاریو سازمان د ناستې په یوه برخه کې د افغان ولسمشر محمد اشرف غنی او د هندوستان صدراعظم ناریندرا مودي د ځانګړي لیدنې په اړه هم بحث وشو.
د شانګهای د همکاریو سازمان غونډه، د روان کال د جون په اتمه نیټه د قزاقستان په پلازمېنه آستانه کې جوړیږي.
په دې لیدنه کې د دواړو هیوادونو د رهبرانو پر ځانګړې ناسته موافقه وشوه. د واړو هیوادونو د ملي امنیت سلاکارانو پریکړه، وکړه چې د دواړو رهبرانو د لیدنې په موخه به لازم چمتوالی و نیول شي.
جمهورآژانس:کابل
نام شما

آدرس ايميل شما
نظر شما *

پربازدیدترین