۰
حامد کرزی:

روسیه د له خپل نفوذ په استفادې په سیمه کې سوله او ثبات راولي

چهارشنبه ۳ جوزا ۱۳۹۶ ساعت ۱۳:۲۰
پخواني ولسمشر حامد کرزي په کابل کې د روسیې له سفیر الکساندر ماتیتسکي سره کتلي دي او دواړو لور په هېواد او سیمه کې پر روانو حالاتو خبرې کړې دي.
روسیه د له خپل نفوذ په استفادې په سیمه کې سوله او ثبات راولي
پخواني ولسمشر حامد کرزي په کابل کې د روسیې له سفیر الکساندر ماتیتسکي سره کتلي دي او دواړو لور په هېواد او سیمه کې پر روانو حالاتو خبرې کړې دي.
د جمهور آژانس د خبر له مخې د ښاغلي کرزي له مطبوعاتي دفتره په خپره شوې خبرپاڼه وايي، په دې لیدنه کې چې نن تر سره وه، پخواني ولسمشر د روسیې له سفیر سره د امنیتي مسایلو تر څنګ د سولې په اړه هم خبرې کړې دي.
ښاغلي کرزي په خپلو خبرو کې د سولې په برخه کې د روسیې هڅې ستایلې دي او ویلي یې دي، روسیه کولی شي په سیمه کې له خپل نفوذ په استفادې وسله والې ډلې له افغان حکومت سره د سولې خبرو ته وهڅوي.
په ورته وخت کې د روسیې سفیر الکساندر مانتیتسکي هم ویلي، چې هېواد یې د افغانستان سولې او ثبات ته ژمن دی او هڅه کوي د سولې په برخه کې له افغان حکومت سره همکاري وکړي.
جمهورآژانس:کابل
نام شما

آدرس ايميل شما
نظر شما *

پربازدیدترین