۰

د څلورو قوماندانانو په ګډون ۱۰ داعشیان وژل شوي

چهارشنبه ۳ جوزا ۱۳۹۶ ساعت ۱۲:۲۸
چارواکي وايي، په ننګرهار ولایت کې د افغان ځواکونو په عملیاتو کې د څلورو مهمو قوماندانانو په ګډون ۱۰ داعش وسله وال وژل شوي دي.
د څلورو قوماندانانو په ګډون ۱۰ داعشیان وژل شوي
چارواکي وايي، په ننګرهار ولایت کې د افغان ځواکونو په عملیاتو کې د څلورو مهمو قوماندانانو په ګډون ۱۰ داعش وسله وال وژل شوي دي.
د جمهور آژانس د خبر له مخې د ننګرهار ولایت له مطبوعاتي دفتره خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې د حمزه عملیاتو کې داعش ته دغه مرګ ژوبله د ننګرهار په اچین ولسوالۍ کې اوښتې ده.
سرچینه زیاتوي، چې عملیات په دقیق ډول د اچین ولسوالۍ د پېښې او ګاودره په سیمو کې تر سره شوي، چې پر مهال یې ۱۰ داعشیان وژل شوي.
په خبرپاڼه کې راغلي، چې په وژل شویو داعشیانو کې د عمري، ثابت، عمر شاه او ابو طلحه په نومونو د هغوی څلور مهم قوماندانان هم شامل دي.
دا په داسې حال کې ده، چې تېره ورځ هم د ننګرهار چارواکو د دې ولایت په چپرهار ولسوالۍ کې د افغان ځواکونو د عملیاتو پر مهال د ۱۱ داعشیانو د وژل کېدو خبر ورکړی وو.
جمهورآژانس:ننګرهار
نام شما

آدرس ايميل شما
نظر شما *

پربازدیدترین