۰
د امریکا استخباراتي چارواکي:

افغانستان کې د ثبات لپاره په پاکستان کې د وسله‎والو د مرکزونو له منځه وړل مهم دي

چهارشنبه ۳ جوزا ۱۳۹۶ ساعت ۱۱:۰۱
د امریکا د دوه مهمو استخباراتي ادارو مشران وايي، په افغانستان کې د ثبات له پاره په پاکستان کې د وسله والو د خوندي مرکزونو له منځه وړل مهم دي.
افغانستان کې د ثبات لپاره په پاکستان کې د وسله‎والو د مرکزونو له منځه وړل مهم دي
د امریکا د دوه مهمو استخباراتي ادارو مشران وايي، په افغانستان کې د ثبات له پاره په پاکستان کې د وسله والو د خوندي مرکزونو له منځه وړل مهم دي.
د جمهور آژانس د خبر له مخې دغه څرګندونې د امریکا د ملي استخباراتو ادارې رییس ډانیل کوټس او د دې هېواد د دفاعي استخباراتي ادارې مشر ډګر جنرال وینسینټ سټیوارټ پرون سه شبنې د امریکا د سنا مجلس د وسله والو خدمتونو کمېټې ته کړې دي.
د امریکا د ملي استخباراتو د ادارې رئیس
ډانیل کوټس ویلي«د افغانستان لپاره د یوې مؤثرې ستراتېژۍ په جوړلو کې دا مهمه ده چې امریکا له پاکستان سره کار وکړي څو په خپل هېواد کې د ترهګرو خوندي ځالې له‎ منځه یوسي.»
ډانیل کوټس پاکستان نه دی توانېدلی، هغه سخت دریځې وسله‎وال وځپي چې په افغانستان او هندوستان کې بریدونه کوي.
نوموړي ویلي، چې په پاکستان کې مېشتې ترهګرې ډلې په سیمه کې د امریکا ګټو ته دومداره ګواښ پېښوي او دغه راز په افغانستان او هندوستان کې د بریدونو پلانولو او تر سره کولو ته دوام ورکړي.
د یوې سناتورې د دې پوښتې په ځواب کې چې د افغانستان په اړه د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ په راتلونکې پالیسۍ کې پاکستان کې د ترهګرو د خوندي ځایونو د له‎منځه وړلو په اړه څه سپارښتنې لري؟
ډانیل کوټس ویلي«د افغانستان لپاره د یوې مؤثرې ستراتېژۍ په جوړلو کې دا مهمه ده چې امریکا له پاکستان سره کار وکړي څو په خپل هېواد کې د ترهګرو خوندي ځالې له‎ منځه یوسي.»
ښاغلې کوټس دا هم زیاته کړې، چې پاکستان د نړیوالې انزوا له کبله اندېښمن او داسې ښکاري چې
نوموړي زیاته کړې«نو له همدې کبله دوی «پاکستان» هغه ډلې چې موږ یې تروریستي سازمانونه ګڼو ساتلي چې که افغانستان هندوستان ته مایل شي، نو دوی به د یو داسې باثباته او خوندي افغانستان د نظريې ملاتړي نه وي چې د پاکستان ګټو ته ګواښ پېښولی شي.»
له دې انزوا څخه د وتلو لپاره به چین ته لاس وغځوي، چې په وینا یې دا کار به د چین سره هم مرسته وکړي، چې په سیمه کې خپل نفوذ پراخ کړي.
په ورته وخت په همدې غونډه کې د امریکا د دفاعي استخباراتي ادارې مشر ډګر جنرال وینسینټ سټیوارټ ویلي، پاکستان یو داسې افغانستان غواړي چې هندوستان په کې زیات نفوذ ونه لري.
نوموړي زیاته کړې«نو له همدې کبله دوی «پاکستان» هغه ډلې چې موږ یې تروریستي سازمانونه ګڼو ساتلي چې که افغانستان هندوستان ته مایل شي، نو دوی به د یو داسې باثباته او خوندي افغانستان د نظريې ملاتړي نه وي چې د پاکستان ګټو ته ګواښ پېښولی شي.»
هغه ویلي امریکا باید پاکستان ته روښانه ووايي چې افغانستان کې امنیت او ثبات د ټولې سیمې په ګټه دی او پاکستان ته هېڅ ګواښ نه پېښوي.
د جنرال سټیوارټ په وینا پاکستان باید قانع کړو چې د حقاني د شبکې غړیو ته پناه ورکول د دې هېواد په ګټه نه‎دي او له موږ سره باید په ګډه د هغو شلو ترهګرو ډلو پرضد مبارزه کې همکاري وکړي.
جمهور آژانس:کابل
نام شما

آدرس ايميل شما
نظر شما *

پربازدیدترین