۰
نشنل انترسټ:

پاکستان د ترهګرو ملاتړی او د افغانستان اکثره ستونزې د دې هېواد له کبله دي

چهارشنبه ۳ جوزا ۱۳۹۶ ساعت ۰۹:۳۵
امریکايي خپرونې نشنل انترسټ وايي، پاکستان د ترهګرۍ او ترهګرو ملاتړ کوي، چې په وړاندې یې باید له سختۍ کار واخیستل شي.
پاکستان د ترهګرو ملاتړی او د افغانستان اکثره ستونزې د دې هېواد له کبله دي
امریکايي خپرونې نشنل انترسټ وايي، پاکستان د ترهګرۍ او ترهګرو ملاتړ کوي، چې په وړاندې یې باید له سختۍ کار واخیستل شي.
د جمهور آژانس د خبر له مخې له مخې یادې رسنۍ ویلي، د افغانستان ډېری ستونزې، هغه که امنیتي دي، که سیاسي او یا هم اقتصادي د پاکستان له لاسه دي او پاکستان په افغانستان کې د سولې خنډ هم دی.
سرچینې زیاته کړې، چې د امریکا د جمهوریپال او دیموکرات ګوند اکثره مشران په پاکستان کې د تروریستانو د پناهځایونو د موجودیت په خاطر د دغه هیواد په وړاندې د متحدو ایالتونو د سخت دریځ د غوره کېدو غوښتونکي دي.
نشنل انترسټ وايي، امریکا پاکستان ته مرستې لږې کړې او ممکن نورې یې هم لږې کړي.
دغه خپرونې ویلي د دې تر څنګ امریکا کولای شي، د پاکستان پر هغو ادارو او افرادو بندیزونه ولګوي چې د تروریستانو ملاتړ کوي.
خپرونه کې راغلي« پر دې سربېره موږ د پاکستان په خاوره کې د طالبانو پر مرکزونو حمله کولی شو.»
خو زیاتوي، چې که پاکستان د طالبانو ملاتړ بس کړي، کېدای شي چې د تشویق لپاره له دغه هېواد سره سوداګري قراردادونه وشي.
جمهورآژانس:کابل
نام شما

آدرس ايميل شما
نظر شما *

پربازدیدترین