۰

د ولسي جرګې غړي بامیانو کې د کام اییر الوتکه کېناستو ته نه ده پرېښې

سه شنبه ۲ جوزا ۱۳۹۶ ساعت ۱۴:۴۶
د کام اییر هوايي شرکت چارواکي وايي، د ولسي جرګې یوه غړي عبدالرحمان شهیداني د بامیانو ولایت په هوايي ډګر کې د دوی الوتکه کېناستو ته نه ده پرېښې.
د ولسي جرګې غړي بامیانو کې د کام اییر الوتکه کېناستو ته نه ده پرېښې
د کام اییر هوايي شرکت چارواکي وايي، د ولسي جرګې یوه غړي عبدالرحمان شهیداني د بامیانو ولایت په هوايي ډګر کې د دوی الوتکه کېناستو ته نه ده پرېښې.
د جمهور آژانس د خبر له مخې د دغه شرکت مشر عثمان صمدي ویلي، د ولسي جرګې دغه غړی او د هغه ملګری محمد جعفري غوښتل له کابل څخه بامایانو ته سفر وکړي، خو په خپل وخت هوايي ډګر ته د نه رسېدو له امله د الوتکې څخه پاتې شوي.
نوموړي زیاته کړې، چې د همدې امله وکیل وروسته په بامیانو کې خپلو پلویانو ته امر کړی، چې الوتکه په هوايي ډګر کې کېناستو ته پرېنږدي.
د کام اییر شرکت مشر زیاتوي، چې الوتکه بېرته کابل ته راستنه شوې او له کابله یې د وکیل تر سپرولو وروسته بامیانو ته بیا ځلې الوت کړی دی.
د هغه په وینا ولسي جرګې دی څو ورځې وړاندې د دې امله چې ولې بامیانو ته په الوتنو کې ځنډ کوي وربللی و خو اوس خپله د ولسي جرګې غړی د الوتکې مخه نیسي، چې له امله یې شرکت ته دروند زیان اړولی دی.
جمهورآژانس:کابل
نام شما

آدرس ايميل شما
نظر شما *

پربازدیدترین