۰
سرچینې:

د طالبانو په یوه برید کې ۱۱ افغان پوځیان وژل شوي

سه شنبه ۲ جوزا ۱۳۹۶ ساعت ۱۲:۳۸
په کندهار ولایت کې د افغان پوځ په یوه قرار ګاه د وسله والو طالبانو په برید کې ۲۰ پوځیانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
د طالبانو په یوه برید کې ۱۱ افغان پوځیان وژل شوي
په کندهار ولایت کې د افغان پوځ په یوه قرار ګاه د وسله والو طالبانو په برید کې ۲۰ پوځیانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
د جمهور آژانس د خبر له مخې دغه پېښه تېره شپه د کندهار ولایت د ارغنداب ولسوالۍ په اڅکزو سيمه کې رامنځ ته شوې ده.
د کندهار د والي ویاند صمیم خپلواک وايي، وسله والو طالبانو په یاده سیمه کې د ملي ادردو په پوستو بریدونه کړي، چې جګړه رامنځ ته شوې او دواړو لورو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
که څه هم نوموړي د مرګ ژوبلې په اړه کره معلومات ورنکړل، خو په کندهار کې ۲۰۵ تندر قول اردو ویاند تورن صادق د بریدونو او ملي اردو ځواکونو د مرګ ژوبلې پخلی کوي، خو کره شمېره یې ورنه کړه.
نوموړی وايي په نښته کې ۱۲ وسله وال وژل شوي، چې جسدونه یې په سیمه کې پاتې دي.
ملي دفاع وزارت هم د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره د ۱۰ افغان پوځیانو د وژل کېدو او ۹ نور د تپي کېدو پخلی کړی دی.
دفاع وزارت دا هم وايي، چې د افغان ځواکونو په ځوابیه برید کې ۱۲ وسله وال طالبان هم وژل شوي دي.
بلخوا یوې امنیتي سرچینې ویلي، چې د طالبانو په دې برید کې ۱۱ افغان پوځیان وژل شوي او ۹ نور ټپیان شوي.
وسله والو طالبانو هم په کندهار کې د ملي رادو په قرار ګاه د برید مسؤولیت منلی او ویلي یې دي، چې ۳۵ افغان سرتېرو ته یې مرګ ژوبله اړولې او قرارګاه یې نیولې ده.
دا په داسې حال کې ده، چې دوه ورځې وړاندې هم د کندهار په ګاونډ زابل ولایت کې د طالبانو په یوه برید کې ۲۰ افغان سیمه ييزه پولیس وژل شوي وو.
جمهور آژانس:کندهار




د نوموړي په وينا، په دغو بريدونو کې ١٢ وسله وال مخالفين وژل شوي او جسدونه يې هم په سيمه کې پاتې دي.

صادق د ملي اردو د سرتېرو مرګ ژوبله هم تاييد کړه، خو شمېره يې نه درلوده.

خو د يادې ولسوالۍ يوې سرچينې پژواک اژانس ته وويل چې د تېرې شپې په جګړه کې ١٠ د اردو سرتېري وژل شوي او ١٠ نور يې ټپيان دي.

د ملي دفاع وزارت د يوې خبرپاڼې په خپرولو سره منلې ده، چې په کندهار کې يې ١٠ سرتيري وژل شوي او نهه نور ټپي دي، دغه راز د ١٢ وسله والو مخالفينو د وژلو خبر يې هم ورکړى دى.

طالب وياند قاري يوسف احمدي بيا ادعا کړې ده چې په ياده ولسوالۍ کې يې د ملي اردو يوه قرار ګاه نيولې او ٣٥ سرتېري يې نيولي دي.

خو د تندر قول اردو وياند وايي چې سيمې ته تازه دمي ځواکونه ليږلې او د قراره ګاه د سقوط مخه يې نيولې ده.

د يادونې ده، په دې وروستيو کې د امنيتي پېښو پر مهال د ملکي وګړو ترڅنګ د امنيتي ځواکونو مرګ ژوبله هم ډېره شوې ده.

دوه ورځې مخکې په زابل ولايت کې د وسله والو په بريدونو کې تر ١٢ زيات پوليس وژل شوي وو.
نام شما

آدرس ايميل شما
نظر شما *

پربازدیدترین