۰

ننګرهار کې ۱۱ داعشیانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده

سه شنبه ۲ جوزا ۱۳۹۶ ساعت ۱۱:۱۱
چارواکي وايي، په ننګرهار ولایت کې د افغان امنیتي ځواکونو د عملیاتو په ترڅ کې ۱۱ داعش وسله والو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
ننګرهار کې ۱۱ داعشیانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده
چارواکي وايي، په ننګرهار ولایت کې د افغان امنیتي ځواکونو د عملیاتو په ترڅ کې ۱۱ داعش وسله والو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
د جمهور آژانس د خبر له مخې دغه عملیات په تېرو څو ساعتونو کې د افغان ځواکونو له خوا د ننګرهار په چپرهار ولسوالۍ کې تر سره شوی دي.
د ننګرهار ولایت له مطبوعاتي دفتره خپره شوې خبرپانه کې راغلي، چې په دغه عملیاتو کې پنځه داعشیان وژل شوي او شپږ نور ټپیان شوي دي.
دا په داسې حال کې ده، چې تېره ورځ هم چارواکو د دغه ولایت په اچین ولسوالۍ کې د ګڼو شمېر وسله والو وژل کېدو خبر ورکړی وو.
خو داعش وسله والو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.
جمهورآژانس:ننګرهار
نام شما

آدرس ايميل شما
نظر شما *

پربازدیدترین