۰

پاکستان هغه کسان نیسي، چې پر پوځ یې نیوکې کوې

سه شنبه ۲ جوزا ۱۳۹۶ ساعت ۱۰:۴۷
د پاکستان حکومت د هغه کسانو پر نیولو او پوښتلو لاس پورې کړی، چې په خواله رسنیو کې د دغه هېواد د پوځ پر کړنو نیوکې کوي.
پاکستان هغه کسان نیسي، چې پر پوځ یې نیوکې کوې
د پاکستان حکومت د هغه کسانو پر نیولو او پوښتلو لاس پورې کړی، چې په خواله رسنیو کې د دغه هېواد د پوځ پر کړنو نیوکې کوي.
د جمهور آژانس د خبر له مخې په همدې تړاو تر اوسه پورې له ۲۰ زیات کسان نیول شوي او پوښتنې ګروېږنې ورنه پیل شوې دي.
د پاکستان د پلټنو فدرالي ادارې چارواکو ویلي، د دغو کسانو د پوښتنو او وربللو امر ورته د دغه هېواد د کورنیو چارو وزیر چودري نثارعلي خان ورکړی دی.
پاکستان هغه هېواد دی، چې په کې تل پر پوځ نیوکه کوونکي له سختو ستونزو سره مخامخ کېږي. خو په دې وروستیو کې په دغه هیواد کې پر خواله رسنیو کلک څار پېل شوی دی.
که څه هم په دغو کسانو کې ډېری د پاکستان د تحریک انصاف ګوند غړي دي، خو ځينې نور بيا فعالان او ان خبریالان هم دي.
باید و ویل شي، پاکستان هغه هېواد دی، چې په کې په نورو ګوندونو او هرې بلې ادارې نیوکه کېدای خو که پر پوځ یا استخباراتي اداره چا نیوکه وکړه، نو هغه د بهرني جاسوس او غدار په نومونو نومول کېږي.
ویل کېږي، څو میاشتې وړاندې د پاکستان استخباراتو لږ تر لږه پنځه هغه فعالان تري تم کړي وو، چې په پاکستان کې پر خواله رسنیو يې تر ټولو زیات پر پوځ او استخباراتو نیوکې کولې.
دغه فعالان که څه هم بیا وروسته خوشي شول، خو له همغه راهیسې د دغه هېواد د استخباراتو لخوا پر خواله رسنیو څار زیات شوی دی.
جمهورآژانس:کابل
نام شما

آدرس ايميل شما
نظر شما *

پربازدیدترین