۰

هرات کې د سړي تښتوونکو یوه ډله نیول شوې

سه شنبه ۲ جوزا ۱۳۹۶ ساعت ۱۰:۳۳
هرات کې د سړي تښتوونکو یوه ډله نیول شوې
د ملي امنیت لوی ریاست وايي، منسوبینو یې په هرات ولایت کې د وسله والو سړي تښتوونکو یوه شپږ کسیزه ډله نیولې ده.
د جمهور آژانس د خبر له مخې د دې ریاست نه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې د اختطاف کوونکو دغه ډله د هرات په انجیل ولسوالۍ کې نیول شوې، خو دا چې څه وخت نیول شوې په اړه یې څه نه دي ویلي.
سرچینې زیاته کړې، چې د سړي تښتوونکو دغه ډله د ملي امنیت ریاست د ځانګړو ځواکونو په عملیاتو کې نیول شوې ده.
په خبرپاڼه کې ویل شوي، چې نیول شویو کسانو په هرات کې د خلکو په اختطاف او وسله والو غلاو کې لاس درلود.
د ملي امنیت ریاست ویلي، چې دغو کسانو د تحقیق پر مهال پر خپل جرم اعتراف کړی دی.
جمهورآژانس:کابل
نام شما

آدرس ايميل شما
نظر شما *

پربازدیدترین