۰

ولسمشر غني د امریکا د ملي امنيت له سلاکار سره کتلي دي

دوشنبه ۱ جوزا ۱۳۹۶ ساعت ۱۵:۰۹
ولسمشر محمداشرف غني په رياض کې د امريکا د متحدو ايالتونو د ملي امنيت له سلاکار جنرال مک ماسټر سره کتلي دي.
ولسمشر غني د امریکا د ملي امنيت له سلاکار سره کتلي دي
ولسمشر محمداشرف غني په رياض کې د امريکا د متحدو ايالتونو د ملي امنيت له سلاکار جنرال مک ماسټر سره کتلي دي.
د جمهور آژانس د خبر له مخې د ولسمشرۍ ماڼۍ د رسنيو له دفتره په خپره شوې خبرپاڼه وايي، دا کتنه تېر ماښام د اسلامي – عربي هېوادونو د مشرانو د ناستې په څنډه کې په رياض کې شوې ده.
په خبرپاڼه کې راغلي، چې په کتنه کې دواړو لوريو له ترهګرۍ او سختدريځۍ سره د مبارزې، په مختلفو برخو کې له افغانستان سره د امريکا د همکاريو او يو شمېر نورو سيمه ييزو موضوعاتو په هکله خبرې کړې دي.
سرچینه زیاتوي، چې دواړو لوريو يو ځل بيا له ترهګرۍ سره پر ګډې او جدي مبارزې ټينګار وکړ.
خبرپاڼه وايي، ولسمشر غني او د امريکا د ملي امنيت سلاکار مک ماسټر د افغانستان – امريکا د اړيکو په پياوړتيا کې د دواړو هېوادونو د مشرانو رول مهم او ګټور بللی دی.
د متحدو ايالتونو د ملي امنيت سلاکار په دې ليدنه کې يو ځل بيا له افغانستان څخه د خپل هېواد د اوږدمهالي ملاتړ ژمنه کړې ده.
د يادونې وړ ده، چې ولسمشر غني د شنبې په ورځ د رياض په ناسته کې د ګډون په موخه سعودي عربستان ته تللی و، چې هلته يې د امريکا له ولسمشر ډونلډ ټرمپ سره هم کتلي دي.
ټرمپ په دې کنفرانس کې تر ګډون وروسته د اسرائيلو پلازمېنې تل ابيب ته رسيدلی، چې په هوايي ډګر کې يې د هرکلي لپاره شانداره مراسم جوړ شوي دي.
جمهورآژانس:کابل
نام شما

آدرس ايميل شما
نظر شما *

پربازدیدترین