۰
اما علي رحمان:

که ځینې هېوادونه د ترهګرۍ ملاتړ ونه کړي ډېر ژر به دغه پدیده له منځه ولاړ شي

دوشنبه ۱ جوزا ۱۳۹۶ ساعت ۱۳:۴۴
د تاجکستان ولسمشر اما علي رحمان وايي، نړیوالو ته په کار ده چې تر غونډو او کنفرانسونو ور هاخوا په عملي توګه د ترهګرۍ د له منځه وړلو لپاره هڅې وکړي.
که ځینې هېوادونه د ترهګرۍ ملاتړ ونه کړي ډېر ژر به دغه پدیده له منځه ولاړ شي
د تاجکستان ولسمشر اما علي رحمان وايي، نړیوالو ته په کار ده چې تر غونډو او کنفرانسونو ور هاخوا په عملي توګه د ترهګرۍ د له منځه وړلو لپاره هڅې وکړي.
د نوموړي په خبره که د هېوادونو ملاتړ نه وي او ځينې هېوادونه له ترهګرۍ د وسیلې په توګه کار وا نه خلې نو له منځه وړل یې لږ وخت غواړي، خو د کوم هېواد نوم یې وانخیست.
د جمهور آژانس د خبر له مخې امام علي رحمان دغه څرګندونې تېره ورځ د سعودي عربستان پلازمېنه ریاض کې د اسلامي هېوادونو کنفرانس کې کړې دي.
نوموړي په دغه کنفرانس کې چې تر ډېره یې خبرې له ترهګرۍ سره پر مبارزې راڅرخېدې و ویل، د ترهګرۍ د له منځه وړلو له پاره نړیوالو ته پکار ده، چې تر غونډو او کنفرانسونو ور هاخوا په عملي توګه کار وکړي.
د هغه په وینا په تېرو ۲۵ کلونو کې د جګړو او ترهګریو د له منځه وړلو لپاره لسګونه نړیوال کنفرانسونه جوړ شول، خو یوه یې هم پایله نه لرله.
ده ویلي، چې د ترهګرۍ د ودې اصلي لامل دا دی، چې هېوادونه د دغه پدېدې پر وړاندې دوه مخی سیاست لري او په وینا یې په نړۍ او سیمه کې د دوه مخو سیاستونو له امله ترهګري د ځينو سازمانو او هېوادونو ملاتړ له ځان سره لري، چې دا لړۍ باید ودرول شي.
د تاجکستان ولسمشر په دې هم ټينګار کړی، چې ترهګري یوازې د جګړو په زور نه کابو کېږي، بلکې ټولنیز عوامل یې دې په ګوته شي،سیاسي اړخونو یې دې وڅېړل شي او د له منځه وړلو لپاره یې دې منطقي حل لاره وپلټل شي.
نوموړي ټینګار کړی چې د سیمې امنیت د افغانستان له امنیت او ثبات سره تړلی دی او ترهګري باید په دغه سیمه کې له منځه ولاړه شي.
هغه د سیمې هېوادونه له ترهګرۍ سره رښتینې مبارزې ته را وبلل.
جمهور آژانس:کابل
نام شما

آدرس ايميل شما
نظر شما *

پربازدیدترین