۰

هلمند کې یوه پولیس خپل ۸ پولیس ملګري وژلي

دوشنبه ۱ جوزا ۱۳۹۶ ساعت ۱۱:۱۱
امنیتي چارواکي وايي، په هلمند ولایت کې د یوې امنیتي پوستې یو پولیس خپل ۸ تنه پولیس ملګري وژلي او وروسته وسله والو طالبانو ته ورغلی دی.
هلمند کې یوه پولیس خپل ۸ پولیس ملګري وژلي
امنیتي چارواکي وايي، په هلمند ولایت کې د یوې امنیتي پوستې یو پولیس خپل ۸ تنه پولیس ملګري وژلي او وروسته وسله والو طالبانو ته ورغلی دی.
د جمهور آژانس د خبر له مخې دغه پېښه د یکشنبې په ماښام د هلمند ولایت د سنګین ولسوالۍ د لویې لارې د ساتنې په یوه پوسته کې رامنځ ته شوې ده.
د هلمند امنیه قومندان مل پاسوال اقانور کینتوز د پېښې پخلی کوي، خو وايي په دغه پوسته کې یو پولیس خپل درې ملګري وژلي او درې نور یې ټپیان کړي دي.
نوموړي زیاته کړې، چې د پېښې په اړه پلټنې روانې دي او جزیات به یې وروسته له رسنیو سره شریک کړای شي.
خو په ورته وخت کې په هلمند کې د ملي پوځ یوه لوړ بوړي منصبدار د نوم نه ښودلو په شرط امریکا غږ ته ویلي، چې په دغه پېښه کې ۸ پولیس وژل شوي دي.
سرچینې ویلي، د عبدالمالک په نوم د پوستې یوه قوماندان خپل ۸ همکار پولیس وژلي او د پوستې ټولې وسلې یې له ځان سره وسله والو طالبانو ته وړې دي.
دغه منصبدار هم دا زیاته کړې، چې تر پېښې وروسته د ملي پوځ سرتېري سیمې ته رسېدلي او اوس په دغه پوسته کې د ملي پوځ سرتیري ځای پر ځای شوي دي.
جمهورآژانس:هلمند
نام شما

آدرس ايميل شما
نظر شما *

پربازدیدترین