۰

وسله والو د لوګر ولایت د علماوو شورا مرستیال وژلی

دوشنبه ۱ جوزا ۱۳۹۶ ساعت ۱۰:۳۰
د لوګر چارواکي وايي، نامعلومه وسله والو کسانو د دغه ولایت د علماوو شورا مرستیال او دیني عالم مولوي عبدالغفور و واژه.
وسله والو د لوګر ولایت د علماوو شورا مرستیال وژلی
د لوګر چارواکي وايي، نامعلومه وسله والو کسانو د دغه ولایت د علماوو شورا مرستیال او دیني عالم مولوي عبدالغفور و واژه.
د جمهور آژانس د خبر له مخې دغه پېښه نن سهار د لوګر ولایت د مرکز د کلنګار په عوض کلا سیمه کې رامنځ ته شوې ده.
د لوګر د والي ویاند سلیم صالح وايي، د دې ولایت د علماوو شورا مرستیال مولوي عبدالغفور نن سهار لمانځه ته روان، چې د نامعلومه وسله والو له لوري و وژل شو.
د لوګر ولایت مقام وايي، چې په جومات کې د دیني علماوو وژل وحشت دی او له ټولو انساني او اسلامي قوانینو سره په تکر کې عمل دی.
د لوګر والي حلیم فدايي د پېښې په اړه یې د هر اړخیزو څېړنو امر کړی دی.
دا په داسې حال کې ده، چې څو ورځې وړاندې د پروان د علماوو شورا هم په یوه دیني مدرسه کې پر داسې مهال چې زده کوونکو ته یې درس ورکولو د یوې چاودنې په ترڅ کې وژل شوی وو.
جمهورآژانس:لوګر
نام شما

آدرس ايميل شما
نظر شما *

پربازدیدترین