۰

ننګرهار کې ۹۹ داعشیان وژل شوي دي

دوشنبه ۱ جوزا ۱۳۹۶ ساعت ۱۰:۲۳
د ننګرهار چارواکي وايي، په دغه ولایت کې د افغان امنیتي ځواکونو په عملیاتو کې داعش وسله والو او طالبانو ته درانده تلفات اوښتي دي.
ننګرهار کې ۹۹ داعشیان وژل شوي دي
د ننګرهار چارواکي وايي، په دغه ولایت کې د افغان امنیتي ځواکونو په عملیاتو کې داعش وسله والو او طالبانو ته درانده تلفات اوښتي دي.
د جمهور آژانس د خبر له مخې د ننګرهار ولایت له مطبوعاتي دفتره خپره شوې خبرپانه کې راغلي، چې داعش او طالبانو ته دغه مرګ ژوبله په تېرو څو ساعتونو کې اوښتې ده.
سرچینه زیاتوي، چې افغان امنیتي ځواکونو د ننګرهار د اچین ولسوالۍ د پېښې په سیمه کې د داعش پر ضد عملیات کړي، چې په ترڅ کې یې ۹۹ داعشیان وژل شوي دي.
دا په داسې حال کې ده، چې تېره ورځ هم د ننګرهار چارواکو په دغه ولایت کې د ۱۹ داعش وسله والو د وژل کېدو خبر ورکړی وو.
دغه راز په خبرپانه کې ویل شوي، چې د ننګرهار د کوز کنړ ولسوالۍ د بډیالۍ په سیمه کې هم د افغان ځواکونو او طالبانو تر منځ نښته شوې ده.
په خبرپاڼه کې ویل شوي، چې په دې نښته کې د یوه قوماندان په ګډون پنځه وسله وال طالبان وژل شوي او ۸ نور یې ټپیان شوي دي.
تر اوسه وسله والو طالبانو او داعش په دې اړه څه نه دي ویلي.
جمهور آژانس:کابل
نام شما

آدرس ايميل شما
نظر شما *

پربازدیدترین