۰
فراهي:

د شاجوی په جګړه کې ۹۵ طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې

دوشنبه ۱ جوزا ۱۳۹۶ ساعت ۰۹:۵۱
د زابل امنیتي چارواکي وايي، د دغه ولایت په شاجوی ولسوالۍ کې د افغان ځواکونو او وسله والو طالبانو تر منځ جګړه د ۹۵ طالبانو او ۱۲ سیمه ییزه پولیسو په مرګ ژوبلې سره پای ته رسېدلې ده.
د شاجوی په جګړه کې ۹۵ طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې
د زابل امنیتي چارواکي وايي، د دغه ولایت په شاجوی ولسوالۍ کې د افغان ځواکونو او وسله والو طالبانو تر منځ جګړه د ۹۵ طالبانو او ۱۲ سیمه ییزه پولیسو په مرګ ژوبلې سره پای ته رسېدلې ده.
د جمهور آژانس د خبر له مخې د زابل په شاجوی ولسوالۍ کې وروسته له هغې د افغان ځواکونو او طالبانو تر منځ خونړۍ جګړه ونښته، چې طالبانو د یادې ولسوالۍ په ځینو سیمو کې پر امنیتي پوستو ډلیز بریدونه پیل کړل.
د زابل والي بسم الله افغانمل تېره ورځ ویلي و، چې له زرو زیاتو وسله والو طالبانو په زابل کې پر امنیتي پوستو بریدونه کړي، چې دغه په وینا ۲۰ پولیس په کې وژل شوي وو.
خو نن د زابل د امنیت امر غلام جیلاني فراهي وايي، د شاجوی ولسوالۍ په چینوی سیمه کې جګړه پای ته رسېدلې او هغه امنیتي پوسته بېرته د افغان ځواکونو لاس ته ورغلې، چې تېره ورځ وسله والو طالبانو ولکه کړې وه.
فراهي زیاتوي، چې په دغه جګړه کې ۲۵ وسله وال طالبان وژل شوي، ۷۰ تنه ټپیان او دغه راز د هغوی ۳۰ عرادې موټر سایکلونه هم د افغان ځواکونو لاس ته ورغلي دي.
د زابل د امنیت امر غلام جیلاني فراهي په دغه جګړه کې د ۱۲ سیمه ییزه پولیسو د وژل کېدو پخلی هم وکړ.
که څه هم وسله والو طالبانو د فراهي د دغه څرګندونو په اړه تر اوسه څه نه دي ویلي، خو تېره ورځ یې یوه ویاند قاري یوسف احمدي په زابل کې د سختې جګړې پخلی کړی وو.
قاري یوسف ویلي، چې په دغه ولایت کې یې پر ګڼو امنیتي پوستو بریدونه کړي او ګڼو افغان سرتېرو ته یې مرګ ژوبله اړولې ده.
هغه دا هم ویلي چې د زابل په مرکز کې یې د افغان او بهرنیو ځواکونو په مرکزونو ګڼ توغندي هم ویشتلي دي او مرګ ژوبله یې ورته اړولې.
د زابل والي تېره ورځ ویلي و، چې وسله والو طالبانو پر مرکز کلات تر ۴۰ زیات توغندي ویشتلي، خو په وینا یې هېڅ ډول ځاني زیان نه لري.
جمهورآژانس:زابل
نام شما

آدرس ايميل شما
نظر شما *

پربازدیدترین