۰
د ننګرهار قومي مشران:

یووالي ته ژمن یو، د حکومت او ولس تر منځ واټن به راکم کړو

دوشنبه ۱ جوزا ۱۳۹۶ ساعت ۰۹:۳۰
د ننګرهار ولایت قومي مشران وايي، په هېواد کې د ولسونو تر منځ یووالي ته ژمن دي او هڅه به وکړي، چې د حکومت او ولس تر منځ واټن راکم کړي.
یووالي ته ژمن یو، د حکومت او ولس تر منځ واټن به راکم کړو
د ننګرهار ولایت قومي مشران وايي، په هېواد کې د ولسونو تر منځ یووالي ته ژمن دي او هڅه به وکړي، چې د حکومت او ولس تر منځ واټن راکم کړي.
د جمهور آژانس د خبر له مخې د دغه ولایت قومي مشرانو د یوې سترې غونډې پر مهال له روانې جګړې سره د مبارزې ژمنه وکړه.
په غونده کې د ننګرهار والي محمد ګلاب منګل هم په غونډه کې تر ډېره د سولې پر اهميت، د سولې په ټينګښت کې د قومي مخورو او ديني عالمانو پر رول او يو شمېر نورو موضوعاتو خبرې وکړې.
په ورته وخت کې د ختيځ زون د قومونو د يووالي او همغږۍ شورا مشر لعل اغا کاکړ په غونده کې و ویل، اوس په افغانستان او ځانګړې توګه په ختیځ کې د روانې جګړې اور تر پخوا تود شوی دی.
نوموړي زیاته کړه، همدا لامل دی چې ګڼ زلمي او ان کوچنیان د حکومت د مخالفو وسله والو په لیکو کې جګړې ته تیار شوي دي.
لعل اغا کاکړ هيله وښوده، چې جوړه شوې جرګه به له سولې او پخلاینې سره سره د هېواد د پولو د ساتنې لپاره په ولسي کچه کمپاین کوي.
جرګې د شل ماده ييز پرېکړه لیک په لوستلو سره د قومونو د یووالي، نورو زونونو ته د جرګې د پراخېدو او افراطیت پر ضد د مبارزې د ژمنتيا رامنځته کېدو غوښتنه وکړه.
جمهورآژانس:ننګرهار
نام شما

آدرس ايميل شما
نظر شما *

پربازدیدترین