۰
ټرمپ:

مسلمانان باید د ترهګرۍ پر وړاندې سره یو موټی او مخه یې ونیسي

دوشنبه ۱ جوزا ۱۳۹۶ ساعت ۰۸:۵۳
د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ په سعودي عربستان کې د اسلامي هېوادونو په جوړ شوي کنفرانس کې ویلي، چې اسلام یو عالي دین دی، خو ترهګري تر ډېره مسلمانان وژني، نو مسلمانانو ته په کار ده، چې د دغه پديدې پر وړاندې سره یو لاس شي او په ګډه روانې جګړې له منځه یوسي.

جمهور آژانس د خبر له مخې نوموړي زیاته کړې، چې که د اسلامي هېوادونو مشران دغه پدیده له منځه یو نه سي، نو راتلونکي تاریخ ته به ملامت وي.
ټرمپ له ترهګرۍ سره د مبارزې په برخه کې د افغان ځواکونو سرښندنې ستایلې دي او ویلي یې دي، افغان ځواکونه پياوړي دي، چې له طالبانو او نورو ترهګرو ډلو سره مبارزه کوي.
نوموړي ټینګار کړی، چې امریکا او ملګري به یې د ناټو په چوکاټ کې د افغان ځواکونو ملاتړ او روزنې ته ادامه ورکوي.
دغه راز ټرامپ له ترهګرۍ سره د مبارزې په برخه کې د سعودي عربستان هڅې هم ستایلې دي او د لا ډېرېدو غوښتنه یې کړې ده.
باید و ویل شي، چې په سعودي عربستان کې د اسلامي هېوادونو د مشرانو تر منځ کنفرانس تېره ورځ تر سره شو، چې په کې تر ډېره له ترهګرۍ سره پر مبارزې په کې خبرې اترې وشوې.
دغه کنفرانس ته افغان ولسمشر محمد اشرف غني هم د یوه لوړ پوړي پلاوي په مشرۍ ورغلی وو.
جمهورآژانس:کابل
نام شما

آدرس ايميل شما
نظر شما *

پربازدیدترین