۰

ملي امنیت کندهار کې د کویټې شورا اړوند کسان نیولي دي

يکشنبه ۳۱ ثور ۱۳۹۶ ساعت ۱۶:۳۴
د ملي امنیت لوی ریاست وايي منسوبینو یې په کندهار ولایت کې د وسله والو یوه شپږ کسیزه ډله نیولې، چې د کویټي شورا اړوند دي.
ملي امنیت کندهار کې د کویټې شورا اړوند کسان نیولي دي
د ملي امنیت لوی ریاست وايي منسوبینو یې په کندهار ولایت کې د وسله والو یوه شپږ کسیزه ډله نیولې، چې د کویټي شورا اړوند دي.
د ملي امنیت د لوی ریاست نه خپره شوې خبرپانه کې راغلي، چې ملي امنیت ځانګړو ځواکونو نن په کندهار د یوې لړ عملیاتو پر مهال دغه شپږ کسیزه ډله نیولې، خو د هغوی د نیول کېدو دقیق ځای یې نه دی په ګوته کړی.
سرچینه زیاتوي، چې نیول شوي کسان ټول د کندهار ولایت اوسېدونکي دي، چې په وینا یې په کویټې شورا کې د ترهګرو طالبانو د مشرانو په لارښوونه د ترهګریزو او ورانکارو چارو د ترسره کولو په موخه کندهار ولایت ته رالېږل شوي وو.
په خبرپانه کې ویل شوي، چې دغه کسانو د کویټې په اسحاق آباد سیمه کې ترهګریزې او پوځې زده کړې ترلاسه کړې وې.
د ملي امنیت ریاست وايي، د ترهګرو طالبانو دغه شپږ کسیزه ډلې د کندهار ولایت په میوند، ژیړی او میانشین ولسوالیو کې یې په ترهګریزو او ورانکارو چارو لاس پورې.
په خبرپاڼه کې د نیول شویو کسانو نومونه هر یو: - سلیمان مشهور په حیدری د عبدالله جان زوی - داد مولا د محمد داوود زوی - خواست د محمد خواص زوی - یار محمد د روی محمد - عبیدالله د محمد خان زوی - عین الله د عبدالودود زوی ښودل شوي دي.
خو وسله والو طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.
جمهورآژانس:کندهار
نام شما

آدرس ايميل شما
نظر شما *

پربازدیدترین