۰

کابل کې یوه جرمنۍ مېرمن او د هغې ساتونکی وژل شوي

يکشنبه ۳۱ ثور ۱۳۹۶ ساعت ۱۳:۴۶
د کورنیو چارو وزارت وايي وسله والو پلازمېنه کابل کې یوه جرمنۍ مېرمن وژلې او د هغې له افغان ساتونکي یې سر پرې کړی دی.
کابل کې یوه جرمنۍ مېرمن او د هغې ساتونکی وژل شوي
د کورنیو چارو وزارت وايي وسله والو پلازمېنه کابل کې یوه جرمنۍ مېرمن وژلې او د هغې له افغان ساتونکي یې سر پرې کړی دی.
د جمهور آژانس د خبر له مخې پېښه تېره شپه د کابل ښار لوېدیځ د ۷ مې امنیتي حوزې اړوند د دارالامان په سیمه کې رامنځ ته شوې ده.
د کورنیو چارو وزارت مرستیال ویاند نجیب دانش وايي په وسلو سمبالو کسانو د سویډن یوې نادولتي مؤسسې (Operation Mercy) پر مېلمستون برید کړی.
نوموړي زیاته کړې، چې وسله والو د دغه مؤسسې یوه جرمنۍ کارکوونکې وژلې، د هغې له افغان ساتونکي یې سرپرې کړی او یوه فنلډۍ مېرمن تښتول شوې ده.
دغې مؤسسې، چې مرکز یې د سویډن په اریبرو کې دی او پرمختیايي چارې مخته وړي، تر اوسه په دې اړه غبرګون نه دی ښودلی.
جمهورآژانس:کابل
نام شما

آدرس ايميل شما
نظر شما *

پربازدیدترین