۰
امریکا:

پاکستان دې د افغان سولې په برخه کې جدي همکاري وکړي

يکشنبه ۱۰ ثور ۱۳۹۶ ساعت ۱۲:۴۰
د امریکا د ملي امنیت سلاکار مک ماسټر له پاکستان غوښتي چې له افغان حکومت سره دې د سولې او ثبات په راوستو کې جدي همکاري او مرسته وکړي.
پاکستان دې د افغان سولې په برخه کې جدي همکاري وکړي
د امریکا د ملي امنیت سلاکار مک ماسټر له پاکستان غوښتي چې له افغان حکومت سره دې د سولې او ثبات په راوستو کې جدي همکاري او مرسته وکړي.
د جمهور آژانس د خبر له مخې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویلی، چې د پاکستان د اقتصاد وزیر اسحاق ډار امریکا ته سفر درلود او له ګڼو امریکايي چارواکو سره یې لیدلي دي.
د سرچینې په وینا په دې لړ کې ډار د امریکا د ملي امنیت له سلا کار مک ماسټر سره کتنه کړې او هغه ترې غوښتي چې د افغانستان په سوله او ثبات کې دې جدي همکاري وکړي.
یاد وزارت وايي، امریکا هیله لري چې پاکستان په دې برخه کې واشنګټن ته مثبت ځواب ورکړي.
امریکا ټينګار کړی چې پاکستان دې په رښتینې توګه په افغانستان کې د روانې جګړې د پای ته رسولو لپاره خپلې هڅې زیاتې کړي.
د رسنیو د راپور له مخې اسحاق ډار پوره یو ساعت له مک ماسټر سره خبرې کړې دي او له هغه یې غوښتي چې د افغانستان په مسله کې دې د پاکستان ګټو ته جدي پاملرنه وکړي.
خو ماسټر پر دې ټینګار کړی چې پاکستان دې د سولې لپاره د افغانستان له پلانونو ملاتړ وکړي.
جمهورآژانس:کابل
نام شما

آدرس ايميل شما
نظر شما *

پربازدیدترین